د نېکمرغه لوی اختر په مناسبت د عالیقدر امیر المؤمنین شیخ الحدیث مولوي هبة الله اخندزاده (حفظه الله) د مبارکۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم الله أکبر الله أکبر، لآ إله إلا الله والله أکبر، الله أکبر ولله الحمد إن الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له، ومن يضلل فلا هادي له، ونشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، اعز جنده، […]

بسم الله الرحمن الرحیم

الله أکبر الله أکبر، لآ إله إلا الله والله أکبر، الله أکبر ولله الحمد

إن الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سيئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له، ومن يضلل فلا هادي له، ونشهد أن لا إله إلا الله وحده لا شريك له، اعز جنده، ونصرعبده و هزم الاحزاب وحده،  ونشهد أن محمدا عبده ورسوله صلى الله وسلم عليه وعلى آله وصحبه أجمعين, أما بعد:

فقد قال الله عزوجل:  إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا ﴿١﴾‏ لِّيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِن ذَنبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا ﴿٢﴾‏ وَيَنصُرَكَ اللَّهُ نَصْرًا عَزِيزًا ﴿٣﴾‏ سورة الفتح

ژباړه: بې شکه چی موږ فتح او بری مو درکړی دی تاته، فتح او بری ظاهر او ښکاره.

لپاره د دې څو چې وبښي تاته الله هغه چې پخوا تیر شوي دی له ګناه دتا څخه او هغه چې وروسته دی ( له ګناه څخه) او (بل لپاره د دې) چې پوره کړي ( الله په فتحه د مکې او د نورو ښارونو سره) مهرباني خپله پر تا باندې او ( بل لپاره د دې) چې وښيي الله تاته صافه سمه لاره. او (بل لپاره د دې) چې کومک ( مدد) وکړی الله تعالی له تاسره مدد غالب زبردست .

و ایضا قال الله عز وجل: إِنَّآ أَعْطَيْنٰكَ الْكَوْثَرَ ، فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ، إِنَّ شَانِئَكَ هُوَ الْأَبْتَرُ. سورة الکوثر

ژباړه: بیشکه موږ درکړی مو دی تاته کوثر(ډير خیر یا ویاله په جنت کې) نو لمونځ کوه، لپاره د رب خپل او قرباني کوه، بی شکه دښمن ستا همغه دی بی بنیاده، له هره خیره منقطع.

و ایضا قال الله تعالی: قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿١٦٢﴾‏ لَا شَرِيكَ لَهُ ۖ وَبِذَٰلِكَ أُمِرْتُ وَأَنَا أَوَّلُ الْمُسْلِمِينَ ﴿١٦٣﴾‏. سورة الانعام

ژباړه: ووایه (ای محمده! دوی ته) بیشکه لمونځ زما او قربانۍ زما او (طاعتونه) ژوند زما او مرګ زما (پرصالح عمل) خاص الله لره دي، چې رب (پالونکی) د ټولو عالمانو(د جهان) دی، نشته هیڅ شریک ده لره (په دغو تیرو عبادتونوکې) او په همدې (توحید) امر(حکم) کړی شوی دی او زه اول د مسلمانانویم (الله ته د غاړې ایښودونکو) څخه یم.

د افغانستان مسلمان او غیور  ملت، سرښندونکو مجاهدینو او ټول اسلامي امت ته!

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!

ــ تاسو ټولو ته د نیکمرغه لوی اختر په مناسبت مبارکي وایم، الله تعالی مو قربانۍ، حجونه، صدقات، دُعاګانې او ټول نیک اعمال  په خپل عالي دربار کې قبول کړه.

همدا ډول ټولو هېوادوالو، مجاهدینو،  مهاجرینو، د شهیدانو کورنیو، بندیانو، کونډو او یتیمانوته له هېواد څخه  تر ډيره حده د بهرنیو ځواکونو د وتلو او ورسره د وروستیو فتوحاتو او پرمختګونو په اړه هم د زړه له کومې مبارکي وایم، الله تعالی دې زموږ د ملت ستونزې او ستړیاوې او د ټولو اقشارو هغه ستومانۍ پخپل عالي دربار کې قبولې او منظورې وګرځوي چې د هېواد د آزادۍ، سوچه اسلامي نظام د اقامې او اعلاء کلمة الله لپاره يې ګاللې دي. آمین یاربَّ العلمین.

ــ ګرانو هېوادوالو!

داځل لوی اختر په داسې حالت کې لمانځو چې د الله (جل جلاله) په فضل او کرم سره له هېواد څخه مو امریکايي او نور بهرني ځواکونه زیاتره وتلي او پاته یې هم د وتلو په حال کې دي، په هیواد کې خورا ډيرې  ولسوالۍ او پراخه سیمې  له بشپړ امنیت څخه برخمنې شوې، مجاهدین مو د پخوا په پرتله، د الله تعالی په نصرت ډير قوي، منظم، مجهز او پیاوړي شوي دي.

دا بریاوې تنها د اسلامي امارت او د سنګر د مجاهدینو نه، بلکې د ټول ملت را سره شریکې دي چې په تیر شل کلن جهاد کې يې هر ډول تکلیفونه راسره وګالل تر څو مو هېوادوال له بهرني اشغال څخه وژغورل شي.

ــ اسلامي امارت د نظامي بریاوو او پرمختګونو سره سره په هېواد کې د سیاسي حل لارې جدي طرفداره دی، هر هغه فرصت چې په هېواد کې د اسلامي نظام د قیام، سولې او امن سبب ګرځي، اسلامي امارت به ان شاءالله تعالی  حتما استفاده ترې وکړي.

موږ د مذاکراتو او سیاسي بهیر د ښه پرمختګ لپاره سیاسي دفتر پرانستی دی، قوي مذاکراتي ټيم مو مؤظف کړی  دی، له خپله لوري د خبرو اترو د لارې د مسئلې حل ته ژمن یو، خو متأسفانه چې مقابل جهتونه لا هم وخت ضائع کوي، پیغام مو دادی چې پر بهرنیانو د اتکا پرځای راځئ چې خپلې ستونزې پخپله حل کړو او هېواد له فعلي وضعیت څخه وژغورو.

ـــ له هېواد څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته  موږ د امریکا په شمول له ټولې نړۍ سره د متقابل تعامل او تعهداتو په چوکاټ کې ښې او پياوړې دپلوماتیکي، اقتصادي او سیاسي اړیکې غواړو او دا د ټولو جهتونو په خیر بولو.

ـــ موږ ګاونډیو،  د سیمې او نړۍ  هېوادونو ته  پوره ډاډ ورکوو چې د افغانستان اسلامي امارت به  هیچاته اجازه ورنه کړي چې زموږ له خاورې څخه په استفاده  د نورو هېوادونو امنیت ته ګواښ پيښ کړي.

همدا ډول له نورو هېوادونو څخه هم غواړو چې زموږ په داخلي چارو کې هيڅ ډول مداخله ونه کړي.

ـــ په هېواد کې ټولو بهرنیو ديپلوماتانو، سفارتونو، قونسلګریو، خېریه مؤسساتو او پانګوالوته پوره ډاډ ورکوو چې زموږ لخوا به دوی ته هيڅ ستونزه نه وي، بلکې د دوي د ساتنې او مصئونیت لپاره به ټوله هڅه او کوښښ کوو، د دوی شتون زموږ د هېواد یوه اړتیا ده، چې سترګې ورڅخه نشي پټيدای، نو دوی دې په اطمینان سره خپل کارونه پرمخ وړي او د مجاهدینو له پرمختګ او حاکمیت څخه دې هيڅ ویره نه احساسوي.

ــ په ټولو داخلي  جهتونو ږغ کوو  چې موږ له هیچا سره دښمني نه غواړو، زموږ غیږه د دوی پرمخ خلاصه ده، افغانستان د ټولو ګډ کور دی، که دوی له موږ سره د سوچه اسلامي نظام قیام ومني، موږ به د دوې ټول حقوق او مشروع غوښتنې ومنو او د هېواد په بیا رغونه کې به د دوی له وړتیاوو څخه سالمه استفاده کیږي.

ــ په مقابل صف کې ولاړو عسکرو او نورو بیلابیلو تشکیلاتوته چې نوي جوړیږي هغوته  مو هم پيغام دادی چې له جنګ جګړو او مخالفت څخه  لاس واخلي، لکه نور زرګونه عسکر چې له مجاهدینو سره یوځای شوي، د اسلامي امارت لخوا سهولت ورته برابر شوی، قدر يې شوی، باقي پاتې دې هم له موږ سره  یوځای شي، ځانونه دې د دنیا او آخرت  له خطرونو وژغوري او نور دې د هېواد د بربادۍ سبب نه ګرځي.

داچې د هېواد په ولایتونو او ګڼو ولسوالیو کې د کابل ادارې زرګونه عسکر د مجاهدینو سره د ورورۍ په فضاء کې یوځای شول د ستایلو وړ ګام دی، هیله مو داده چې ټول هغه کسان چې جنګ کولو ته هڅول شوي او د خپل ولس سره په دښمنۍ اخته کړل شوي هغوی ټول را ویښ شي او د عفوې له فرصت څخه په ګټه اخیستنه خپل آرام ژوند ته را وګرځي، اسلامي امارت د راغلو او یوځای شوو عسکرو سره خپلې ژمنې په کلکه پوره کوي، د هغوی د سر، مال او عزت ساتنه به کیږي او د هیچا لخوا به ورسره ظلم او تیری نه کیږي.

ــ دا چې د مخالف لوري څخه پرلپسې د اسلامي امارت سره د یوځای کیدو سلسله روانه ده، نو نظامي کمیسیون ته لارښونه کوم چې کوم عسکر چې له اسلامي امارت سره یوځای کیږي، د هغوی د حفاظت او خپلو کورونوته په خوندي توګه رسولو په باب پاملرنه وکړي.

ــ  په هغو یو شمیر کړیو ږغ کوو چې ځینې خلک د پاڅونونو په نامه د جنګ دوام  ته هڅوي او یا د دسیسو ښکار کیږي، هغوی باید له تیرو تجربو څخه  زده کړه وکړي، کله چې دوی د لس ګونو زرو بهرنیو ملاتړو قواوو، الوتکو او پرمختللو وسلو او وسائلو سره څه ونشو کولای، په تنهايي سره هم هيڅ نشي کولای، ان شاءالله،  نو ښه داده چې د دغسې ناوړه حرکاتو څخه لاس واخلي او د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره همکاره شي.

ــ هیڅوک بايد د راتلونکي په اړه تشویش ونه لري، اسلامي امارت د خپل ولس په استازیتوب ټولو هغو مشکلاتوته متوجه دی چې زموږ خلک ورسره مخ دي، لومړنۍ هڅه او ترجیح مو داده چې باقې پاتې ستونزې د خبرو او تفاهم له لارې حل شي، په عام ولس مو باور دی چې د تل په څېر به له اسلامي امارت څخه خپل کلک ملاتړته دوام ورکړي. د هغو علماوو قومي مخورو او سپين روبو اقدامات د قدر وړ دي چې د دوی د مؤثر منځګړیتوب او پوهاوي له امله د مقابل جهت څخه ډير عسکر او جنګیدونکي افراد راغلل او زموږ سره یوځای شول، له دغو مشرانو څخه غواړو چې لاهم خپلې هلې ځلې ونه سپموي او د سولې او امنیت په راتګ کې له اسلامي امارت سره همکاره واوسي.

ــ  ولسونه د نظامونو په جوړولو او د هېواد په ودانولو کې ډيره ستره ونډه  لري، اسلامي امارت به خپل ولس ته د همداسې یو ګټور رول زمینه مساعده کړي، ترڅو خپل وران وطن بیرته په ګډه سره جوړ کړو او د اسلامي نظام تر سیورې لاندې د آرام او سوکالۍ ژوند ولرو.

ــ د ښوونې او روزنې بهیر ته اسلامي امارت خاصه توجه کوي، ترڅو مو چې هېواد په تعلیمي لحاظ پرمختګ ونه کړي، په اقتصادي او عمراني لحاظ هم بشپړ پرمختګ نشو کولای، د اقتصادي استقلال او په ځان د بسیا کېدو لپاره تعلیمي ادارې فعالې ساتل، خپل اولادونه په ټولو علمي برخو کې روزل، خصوصا په دیني لحاظ د اولادونو تعلیم او تربیه او د عصري علومو په برخه کې پرمختګ دا ټول هغه څه دي چې اسلامي امارت يې اهمیت درک کوي او د ترقي لپاره به يې هڅې وکړي.

په دې برخه کې مو مجاهدینو ته لارښوونه داده چې د اسلامي مارت تر کنترول لاندې سیمو کې د دیني او عصري علومو بهیر ته ډیره توجه وکړي، مدارس، مکاتب، لېسې او پوهنتونونه فعال وساتي، د کارونو په اسانۍ کې کومک ورسره وکړي، د ديني علماء کرامو ترڅنګ د عصري علومو ښوونکو، د پوهنتونو استاذانو او د بادرایته شخصیتونو قدر وکړي او د ټولنې لپاره يې حیاتي ارزښت باید درک کړي او حتی الامکان د اړتیاوو په پوره کېدو کې لاس ورسره یوسي.

ــ په نښتو او جګړو کې د تېر په شان  د ملکي خلکو ژوند ته نوره هم خاصه توجه وکړئ، اسلامي امارت د همدې مقصد لپاره ځانګړي کمیسیون ته دنده سپارلې چې د جګړو په جریان کې د مجاهدینو لخوا څوک متضرر نشي.

اسلامي امارت په دې برخه کې زیاته توجه لري او ټولو مجاهدینو ته تاکیداً هدایت کوي چې د ملکي تلفاتو  د مخنیوي له کمیسیون سره همکاره واوسي او د عامو خلکو ژوند ته تر هرڅه ډير پام وکړي.

ــ اسلامي امارت د ملکي تلفاتو د مخنیوي د کمیسیون په چوکاټ کې د سمع شکایاتو اداره هم لري، هېوادوال کولای شي چې د هرچا لخوا ورسره که  خدای مه کړه  کوم ظلم او زیاتی وشي نو د سمع شکایاتو له کمیسیون سره دې  تماس ونیسي او خپل شکایت دې ثبت کړي. همدا ډول د سمع شکایاتو کارکونکوته ځانګړې لارښوونه کیږي چې د خلکو د شکایت په اوریدو کې خورا جدي واوسي، هر شکایت ښه تعقیب کړي، رسیدګي ورته وکړي او د شکایت کونکي شکایت رفع او دفع کړي، په دې لاره کې که لا ډيرو اجراآتو ته اړتیا پيښیده د محاکمو له عالي ادارې اونظامي کمیسیون څخه ځانګړې همکاري غوښتلی شي.

ــ د صحت په برخه کې خلکوته تر ممکنه حده پورې سهولت برابرول هم د اسلامي امارت دنده ده، چې د همدې کار لپاره د روغتیا کمیسیون په کار بوخت ده، هغوی ته لارښونه داده چې حتی الامکان په ټولوسیمو، خصوصا په نویو مفتوحه ساحو کې صحي کلینیکونه او مرکزونه فعال وساتي، وده ورکړي او هلته د صحت مسئلې ته توجه وکړي، له نړیوالو صحي مؤسساتو او سازمانونو سره دوامداره اړیکې وساتي او د خپلو هیوادوالو لپاره د صحي چاپریال په پراخولو او لا ډير خدمت کولو کې ډير کوښښ وکړي.

ــ دیني علماء کرام دې  په ټول هیواد کې د خلکو په دین خبرولو، پوه کولو او د خلکو د اعمالو اصلاح ته د دعوت او ارشاد کمېسیون سره په همکارۍ ډيره توجه وکړئ، هر ملت او هېواد هغه مهال د عزت او ريښتوني امن او سوکالۍ خوند څکلی شي چې د الله تعالی څخه بغاوت او سرکشي په کې نه وي، نو د خلکو د اصلاح او په دین باندې د  خبرولو دنده علماء کراموته سپارل شوې، هغوی باید په دې برخه کې  لاهم خپل مکلفیت په احسنه وجه ادا کړي، په مساجدو، غونډو، رسنیو او پروګرامونو کې د خلکود اصلاح او ذهني تنویر کوښښ وکړي او هغوی ته د نیک هدایت وسیله شي.

ــ د اتباعو د حقوقو په برخه کې اسلامي امارت د هېوادوالو حقه حقوقوته ژمن دی، ځکه چې اسلام موږ ته د ټولو خلکو د حقوقو د ورکولو او ساتلو امر کوي، همدا راز به د شریعت مطهره په چوکاټ کې  د  ښځو لپاره د تعلیم مناسب  چاپیریال برابریږي، په دې اړه به د اسلامي امارت لخوا خاصه توجه کیږي.

اسلامي امارت د اسلام د احکامو او د هېواد د ملي منافعو په چوکاټ کې د بیان آزادۍ ته متعهد دی، ژورنالیستان دې د دغو دوه مهمو ټکو په نظر کې نیولو او د ژورنالیزم د اصولو په مراعاتولو سره خپل فعالیت کوي.

ــ ټول با استعداده او مسلکي اقشار، پوهان، استاذان، ډاکټران، ساینس پوهان، انجینران او تعلیم یافته کدرونه، ملي تجاران او سرمایه ګذران دې بشپړ ډاډ ولري چې د اسلامي امارت په راتګ سره به دوی ته هېڅ زیان نه رسیږي، زموږ هېواد د دوی استعدادونو، لارښونې او کار ته ډيره اړتیا لري، راتلونکی نظام به دوی ته د قدر په سترګه ګوري، همدا راز هېوادوال باید له هېواد څخه د وتلو هڅه ونه کړي، د اسلامي نظام په جوړیدو کې به ټول ونډه اخلو اوله همدې لارې به خپل ویجاړ هېواد بېرته ودانوو، اسلامي امارت په دې اړه ټولو ته ډاډ ورکوي.

ــ  مجاهدین باید خپلو ورځنیو اعمالو، په جهاد کې اخلاص او ښه نیت، د خپلو مسئولینو اطاعت او له ولس سره نیک چلند ته خاصه پاملرنه وکړي، له غرور او تکبر څخه  ځان وساتي، چې خدای مه کړه دا د الله تعالی نصرت ترې لرې نشي بلکې لا ډير شي.

د بیت المال ساتنه او پالنه له موږ ټولو څخه ډیره توجه غواړي، خصوصا نوې نیول شوې وسلې، نظامي وسائط، مهمات، حکومتي ودانۍ، ملي شتمنۍ او د بیت المال اړوند ټول شیان، د دې ملت امانت دي، هيڅوک يې د تخریب، له هېواد څخه بهرته د انتقال، ضایع کیدو او بې  د مشرانو له اجازې په کې د تصرف کولو حق نه لري.

همدا ډول له دښمن څخه په ولسوالیو او نورو حکومتي دوايرو کې مهم اسناد، د تذکرو او قبالو ارشیفونه او نور اړین توکي پاتې دي چې محفوظ ساتل يې زموږ مکلفیت دی او باید ځانګړې پاملرنه ورته وکړئ، او مخالف لوری هم باید له ولسوالیو څخه د وتلو په وخت کې  دغو اسنادو او آرشفونو ته زیان ونه رسوي.

ــ په هېواد کې د بېوزلو، یتیمانو، معلولینو، د بندیانو د کورنیو او نورو محتاجو خلکو د احتیاج پوره کولو لپاره ډيره هڅه په کار ده چې وشي، اسلامي امارت د دغه ځوریدلي قشر لپاره ځانګړی کمیسیون لري،  لارښوونه ورته شوې، چې د خپلو امکاناتو په دایره کې له بېوزلو، همدا ډول د یتیمانو او کونډو له کورنیو او نورو محتاجو خلکو سره هره ممکنه مرسته وکړي، په دې کار کې د ټول ملت مسئولیت هم ډیر دروند دی، چې په روانو سختو اقتصادي شرائطو کې له غریبو او محتاجو خلکو سره تر هرڅه ډيره مرسته او توجه وشي، د اختر په مبارکو شپو ورځو کې بیا خاصه پاملرنه ورته په کار ده چې شتمن او مالدار هېوادوال او تجاران وروڼه هم باید د دې خلکوډيره پاملرنه او لاس نیوی  وکړي.

په پای کې ټول مسلمان ملت ته یوځل بیا د لوی اختر په مناسبت مبارکي وایم او هیله لرم چې هېوادوالو به په ډاډمنه فضا کې  د اختر شپې ورځې تېرې کړې. والسلام

د اسلامي امارت زعیم امیرالمؤمنین شیخ الحدیث  مولوي هبة الله اخندزاده

۸/۱۲/۱۴۴۲هـ ق

۲۷/۴/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/7/18م