د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما راپور د دښمن د معلوماتو په بنسټ ترتیب شوی او حقیقت نه لري

نن په کابل کې د یوناما لخوا د ملکي تلفاتو په عنوان نهه میاشتنی راپور خپور شو. دغه راپور بیا هم د هغو معلوماتو په اساس ملکي تلفات شمیرلي چې د دښمن د امنیتي او استخباراتي منابعو لخوا د پروپاګند په ډول خپریږي. د یوناما په راپور کې د ۴۴ سلنې ملکي تلفاتو پړه د […]

نن په کابل کې د یوناما لخوا د ملکي تلفاتو په عنوان نهه میاشتنی راپور خپور شو.
دغه راپور بیا هم د هغو معلوماتو په اساس ملکي تلفات شمیرلي چې د دښمن د امنیتي او استخباراتي منابعو لخوا د پروپاګند په ډول خپریږي.
د یوناما په راپور کې د ۴۴ سلنې ملکي تلفاتو پړه د اسلامي امارت په مجاهدینو اچول شوې، په داسې حال کې چې په جزئياتو کې يې جنايي پيښې، حتی د کابل د ادارې لخوا ترسره شوي بریدونه هم د اسلامي امارت مجاهدینو ته منسوب کړي دي.
موږ دغه راپور ردوو، د اسلامي امارت مجاهدین هڅه کوي چې د ملکي تلفاتو کچه صفرته ټيټه کړي او یوځانګړی کمیسیون په دې موضوع باندې په جدیت سره کار کوي.
د ملکي تلفاتو اصلي عامل چې ټول ملت يې د سر په سترګو ګوري، د دښمن لخوا هوايي بریدونه، په کلیو او کورونو باندې ډي سي توپونه او هاوانونه ویشتل، د اربکیانو لخوا د خلکو سره زور زیاتی او د دښمن لخوا په ملکي ځایونو باندې حملې دي چې په دې وروستیو کې په تخار، کندوز او یوشمیر نورو ولایتونو کې په مسجدونو او د اولسي خلګو په کورونو ړندې بمبارۍ یې تازه پيښې دي چې په لسګونه تنه ماشومان، ښځې او نارینه پکې شهیدان او ټپيان شول.
بالمقابل د اسلامي امارت ټول عملیات د دښمن په مشخصو نظامي اهدافو ترسره کیږي.
یوناما باید د خپلو راپورونو په دقت او ریښتونولۍ باندې ډير کار وکړي، د ملکي تلفاتو موضوع د سیاسي فشارونو او پروپاګند لپاره ونه کاروي، او د دښمن له منابعو څخه هم د معلوماتو د سرچینو په توګه استفاه ونه کړي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۱۰/۳/۱۴۴۲هـ ق
۶/۸/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/10/27م