د ایران د بهرنیو چارو وزیر د نا مناسب خبرو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

تیره ورځ له طلوع تلویزیون سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر داکترجواد ظریف په خپله مرکه کې ځينې داسې څرګندونې وکړې چې هغه په ښکاره ډول د افغانستان په امورو کې مداخله او لاس وهنه بلل کیږي. د ایراني چارواکو دا ډول بې مسئولیته او له واقعیت څخه خلاف څرګندونې د دوه دوستو او […]

تیره ورځ له طلوع تلویزیون سره د ایران د بهرنیو چارو وزیر داکترجواد ظریف په خپله مرکه کې ځينې داسې څرګندونې وکړې چې هغه په ښکاره ډول د افغانستان په امورو کې مداخله او لاس وهنه بلل کیږي.
د ایراني چارواکو دا ډول بې مسئولیته او له واقعیت څخه خلاف څرګندونې د دوه دوستو او همسایه هيوادونو ترمنځ روابطو ته زیان اړوي.
اسلامي امارت د ملګرو ملتونو په کوم تروریستي لست کې نه دی شامل، په دې اړه د ایران د بهرنیو چارو وزیر خبرې په ناخبرۍ بنادي، له ایراني چارواکوڅخه غواړو چي په داسې غیر مسئولانه څرګندونو سره د افغان ولس احساسات جریحه دار نه کړي.
موږ همیشه کوښښ کړی او کوويې چې د ایران په ګډون له خپلو همسایه هېوادونو سره مثبتې اړیکې ولرو او له دوي نه هم ورته توقع لرو، غوښتنه مو داده چې د آینده لپاره داسې خبرې ونشي، ترڅو موږ هم غبرګون ته اړ نه کړای شو.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۷/۵/۱۴۴۲هـ ق
۲/۱۰/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/12/22م