د امریکا د جمهور رئیس لخوا د ځواکونو د وتلو د اعلان په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ په یوه ټويټ کې اعلان کړه چې د روان میلادي کال تر پایه به خپل ټول عسکر له افغانستان څخه باسې او په کور کوي یې. اسلامي امارت د دغه اعلان هرکلی کوي او دا اقدام د اسلامي امارت او د امریکا ترمنځ د توافقنامې د […]

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ په یوه ټويټ کې اعلان کړه چې د روان میلادي کال تر پایه به خپل ټول عسکر له افغانستان څخه باسې او په کور کوي یې.
اسلامي امارت د دغه اعلان هرکلی کوي او دا اقدام د اسلامي امارت او د امریکا ترمنځ د توافقنامې د عملي کولو په کار کې خورا مثبت ګام بولي.
اسلامي امارت هم د توافقنامې مندرجاتوته ځان ژمن بولي او په راتلونکي کې د امریکا په شمول له ټولو هيواودونو سره د ښو او مثبتو اړیکو هیله لري.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۱/۲/۱۴۴۲هـ ق
۱۷/۷/۱۳۹۹هـ ش ــ 2020/10/8م