نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
نن مازدیګر د افغانستان اسلامي امارت د مذاکراتي ټیم مشر شیخ مولوي عبدالحکیم صاحب او ور سره مل پلاوي په دوحه کې د علماوو د نړیوال سازمان له مشر شیخ احمد الريسوني سره وکتل. شیخ احمد الريسوني د علماوو د ټولنې د مشر په حیث د اسلاميامارت د مدبرانه تګلارې د تايید تر څنګ د […]
نن مازدیګر د افغانستان اسلامي امارت د مذاکراتي ټیم مشر شیخ مولوي عبدالحکیم صاحب او ور سره مل پلاوي په دوحه کې د علماوو د نړیوال سازمان له مشر شیخ احمد الريسوني سره وکتل. شیخ احمد الريسوني د علماوو د ټولنې د مشر په حیث د اسلاميامارت د مدبرانه تګلارې د تايید تر څنګ د اسلامي امارت په مشرتابه کې د علماوو رول وستایه او د اسلامي امارت او افغان جهتونو ترمنځ روان مذاکرات يې یو ښه اقدام وباله. شیخ مولوي عبدالحکیم صاحب په خپلو څرګندونو کې وويل: د بهرني یرغل په وړاندې زموږ جهاد د اشغال د خاتمې او په افغانستان کې د یوه اسلامي حکومت د رامنځ ته کيدو لپاره دی، دا چې له امریکایانو سره د اشغال د خاتمې توافق ترسره شو، اسلاميامارت ژمن دی چې د دوحې تړون له مخې بین الافغاني مذاکرات هم په بریالیتوب سره تر سره شي
داسلامي امارت سياسي دفتر وياند ډاکتر محمد نعيم
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.