جهادي مسئولينو ته د اسلامي امارت مرستيال مولوي محمد يعقوب صاحب مهمې توصيې !!

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته ! الله تعالی مو په خپل حفاظت کې روغ رمټ لره. د ټولو ولايتونو او په ځانګړې د نويو فتحه شويو ولايتونو مسئولينو ته پيغام دا دی چې د ښارونو د نظم او کنترول او همدارنګه د خلکو د ځان او مال ساتنې په برخه کې ټوله هڅه وکړئ، د […]

السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته !

الله تعالی مو په خپل حفاظت کې روغ رمټ لره.

د ټولو ولايتونو او په ځانګړې د نويو فتحه شويو ولايتونو مسئولينو ته پيغام دا دی چې د ښارونو د نظم او کنترول او همدارنګه د خلکو د ځان او مال ساتنې په برخه کې ټوله هڅه وکړئ، د هغه مکتوب سره سم چې مخکي صادر شوی امنيه قوماندانۍ فعالې کړئ، د امنيه قوماندانيو چاري د ولايتي نظامي کميسيون مسئولينو ته وسپارئ او هڅه وکړئ چې هغوی د خپلو دندو تر څنګ د قوماندانيو چاري هم له بشپړ جديت سره ښې ترسره کړي ترڅو د خلکو ځان او مال ته کوم زيان ونه رسېږي.

اميد دی کومه لويه ستونزه به ونلرو، خو بياهم مجاهدين دي بشپړ متوجې وي چې په بازارونو کې شخصي او ياهم عامو مالونو او ودانيو ته کوم زيان ونه رسېږي او خلک خپلې چاري په عادي ډول پر مخ يوسي، د ښارونو د امنيت د تأمين لپاره چې هرڅومره/شمېر مجاهدينو ته اړتيا ليدل کېږي، که څه هم سل، دوه سوه ياهم پينځه وي، بايد د امنيه قوماندان/نظامي کميسيون مسئول په خدمت کې وي او نور مجاهدين دي جګړه ييزو کمربندونو او نقطو ته متوجې کړل شي.

کومو مجاهدينو ته که په جګړه کې اړتيا نه ليدله کېږي، هغوی دي د اسلامي امارت په لويو دولتي مرکزونو کې خوندي کړل شي او بيا چې هر ځای ورته اړتيا پېښه شي هلته دي ولېږل شي، د ښارونو امنيت دي ځانګړي افراد چې مخکي يې يادونه وشوه ونيسي او دوی دي هڅه دي وکړي هرڅومره زر چې کېدای شي د خلکو تجارتي کارونه پيل شي.

د کابل رژيم دولتي کسانو کورونو او شتمنيو ته دي زيان نه رسول کېږي، که (څه هم) د کوم لوی قوماندان، که د عادي عسکر او که د کوم بل دولتي کس کور وي، هيڅ مجاهد اجازه نلري چې ورننوزي، يواځي د امنيت خونديتابه دې يې متوجې اوسي، کوم دولتي کسان چې له کورونو او شتمنيو تښتېدلي وي، هغوی دي بېرته ورته را وبلل شي او ورته ودې ويل شي چې که تاسو خپله نه ورته راځئ، نو کوم شناخته ته يې وسپارئ او ياهم څرنګه چې کېدای شي هغسې يې ځان ته تحويل کړئ.

موږ د چا پر کور او شتمنۍ کار نلرو، زموږ مخالفت يواځي له دې امله دی چې دغه دولتي کسان د اسلامي نظام په لاره کې خنډ جوړ شوي، که دوی تسليم شي او خپلو کورونو ته راشي، دوی او د دوی کورونو ته به هيڅ زيان نه رسېږي، شخصي بانکونو ته دې هم وويل شي چې راشئ خپلو چارو ته دوام ورکړئ، موږ ستاسو له مالونو او شتمنيو سره کار نلرو، بلکې لا د ساتونکو په توګه ستاسو د شتمنيو ساتنه کوو او سرکاري بانکونه دي بشپړ خوندي وساتل شي ترڅو ورته زيان ونه رسول شي.

جهادي مسئولين دي هڅه وکړي ترڅو د خلکو ډاډ ترلاسه کړي، خلک دي را خپل کړي او د هر ډول بې نظمۍ مخه دي ونيسي، که خدای مکړه چېرې ستونزه را منځته شي، مسئوليت به يې د همغه ولايت د مسئولينو پر غاړه وي، که والي وي، که امنيه قوماندان او ياهم بل مسئول.

موږ په حساسو شرائطو کې قرار لرو او دښمن هم له وړو نکتو لويې ناوړه ګټې اخلي او تبليغات کوي، نو مجاهدين بايد په ټوله مانا متوجې وي او د خلکو د ځان، مال او شتمنۍ امنيت تأمين کړي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې تازه تسليم شوي او د ځان، مال او شتمنۍ د ساتنې ژمنه ورسره شوې، هرڅه يې بايد بشپړ خوندي وي.