د قومي مليشو جوړول د ناکامو تجربو تکرار

په هیواد کې د اسلامي امارت د وروستیو پوځي پرمختګونو په مقابل کې د کابل ادارې د رسمي دفاعي او امنیتي ارګانونو تر ښکاره ماتې وروسته د یادې ادارې یوشمیر تجرید شويو جنګسالارانو د ولسي پاڅونونو تر عنوان لاندې د جنګي ملیشو جوړولو دسیسې پیل کړې. دغه جنګ سالاران چې د امریکايي اشغال په پیل […]

په هیواد کې د اسلامي امارت د وروستیو پوځي پرمختګونو په مقابل کې د کابل ادارې د رسمي دفاعي او امنیتي ارګانونو تر ښکاره ماتې وروسته د یادې ادارې یوشمیر تجرید شويو جنګسالارانو د ولسي پاڅونونو تر عنوان لاندې د جنګي ملیشو جوړولو دسیسې پیل کړې.
دغه جنګ سالاران چې د امریکايي اشغال په پیل کې یې هم اشغالګرو ته د ماین پاکانو رول تر سره او د اسلامي امارت په خلاف وکارول شول اوس یوځل بیا غواړي په سیمې کې د خپل فاسد واک د دوام لپاره ورته هڅې وکړي.
د دغو جنګ سالارانو له جملې څخه يې عطاء نور په شمال او اسمعیل خان په هرات کې ډیر ګرم او د پخوانیو مجاهدینو له نوم څخه په ناوړه استفادې سره غواړي د خپلو سیمو یو شمیر ساده ګان تیرباسي.
دا تر وخت تیر جنګسالاران باید درک کړي چې د افغانستان مؤمن ولس اوس دادرک لري چې نور ستاسي د دین او وطن ضد دسیسې ورباندې شنډې کړي.
هغوی پوهیږي چې تاسو هغه څوک یاستۍ چې د اشغال په پیل کې مو هم له اشغالګرو سره د خپل ولس په ټکولو او ځورولو کې مرسته کړې او د خپلو ولسونو په ځورولو کې د هغوی ترڅنګ دریدلي یاستئ.
اوس چې هغو اشغالګرو له خپل ټول واک او ځواک سره د افغانستان د مؤمن ولس د برحق جهادي مقاومت په وړاندې ماتې خوړلې او له افغانستانه په وتو دي تاسو نه ده په کار چې نور د خپل مجاهد ولس د ارادې خلاف توطیې جوړې او هغوی ورباندې وځوروئ.
افغان مسلمان ولس چې د الله تعالی په نصرت یې د خپل ایماني پاڅون په ترڅ کې خپل هیواد د پردیو له اشغاله خلاص کړی ستاسي د دغو تخریبي هڅو د ناکامولو او له منځه وړلو هم ښه توان لري.
د ولسي خیزشونو او پاڅونونو په نوم ستاسي د سرایله ملیشو جوړول د هغو ناکامو تجربو تکرار دی چې په هیڅ صورت تاسو او ستاسو محرکینوته کومه ګټه نه شي رسولای.
ستاسي لپاره تر ټولو غوره خبره داده چې د اسلامي امارت له عفوې او بښنې څخه په استفادې سره د خپل ملت ترڅنګ و دریږئ او په مثبت ډول د خپل ولس خدمت وکړئ.
ولس هم تر امریکايي اشغال وړاندې او هم د امریکايي په مهال ستاسي کړنې او لاسته راوړنې لیدلې ، نور په هیڅ صورت نه پرتاسي باور کولای شي او نه هم له تاسو څخه د هیواد په برخلیک کې د مثبت رول توقع لرلای شي.