د زابل مرستیال والي د استاد یاسر د زوی عمار یاسر سره وکتل

  د استاد یاسر زوی عمار یاسر زابل ولایت ته د سفر پر مهال د مرستیال والي سلیمان آغا بهیر سره په داسې حال کې وکتل چې د ولایت مقام د دفتر رئیس ملا احمد مختار او د یو شمیر ملکي او نظامي ادارو مسئولېنو هم برخه لرله. د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر […]

 

د استاد یاسر زوی عمار یاسر زابل ولایت ته د سفر پر مهال د مرستیال والي سلیمان آغا بهیر سره په داسې حال کې وکتل چې د ولایت مقام د دفتر رئیس ملا احمد مختار او د یو شمیر ملکي او نظامي ادارو مسئولېنو هم برخه لرله.

د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر ښاغلی عمار یاسر ته ښه راغلاست ووایه او مننه یې ورڅخه وکړه چې زابل ته یې سفر وکړ او د زابل ولایت د عمومی وضعیت په اړوند یې معلومات ورسره شریک کړل .

د استاد یاسر زوی عمار یاسر د زابل مرستیال والي ته د نوې دندې د مبارکۍ تر څنګ وویل زابل د اتلانو او ملي شخصیتونو ټاټوبی دی چې په تېرو شلو کلونو کې یې ولسونو د سر او مال په بیه زیاته قرباني ورکړه او د دوي د قربانیو په نتیجه کې د هیواد څخه د اشغال شل کلن ټغر ټول او اسلامي نظام قایم شو

نوموړي همدارنګه وویل چې په تېرو کلونو کې د وخت د حاکمانو له لوري زابل ته زیاته پاملرنه نه ده شوې خو د نوي حکومت مشرتابه زابل ته ځانکړې پاملرنه لري او په زابل کې به د زابلیانو د غوښتنو په اساس د زراعت ، کرنې ، پوهنې او روغتیا په برخه کې زیات بنسټیز او تهدابي کارونه تر سره کړي .

په پای کې د زابل مرستیال والي سلیمان آغا بهیر د پښتني دود او کلتور سره سم ښاغلي عمار یاسر ته د اعزاز بګړۍ ور پرسر کړه