نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د فاریاب ولایت په خواجه ناموسی، قرغان، قیصار او شرین تګاب ولسوالیو کې د قرآن کریم د حافظانو د فراغت په مناسبت شانداره غونډې ترسره شوې، د راپور له مخې، د یادو ولسوالیو په بېلا بېلو مدرسو کې د قرآن کریم د حافظانو د فراغت په ویاړ پرتمینې غونډې تر سره شوې. غونډې له معمول […]
د فاریاب ولایت په خواجه ناموسی، قرغان، قیصار او شرین تګاب ولسوالیو کې د قرآن کریم د حافظانو د فراغت په مناسبت شانداره غونډې ترسره شوې، د راپور له مخې، د یادو ولسوالیو په بېلا بېلو مدرسو کې د قرآن کریم د حافظانو د فراغت په ویاړ پرتمینې غونډې تر سره شوې.
غونډې له معمول سره سم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوې، په دې غونډو کې د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې پر مسئولینو سربېره علماء کرامو، بانفوذه قومي مخورو او پر دین مینو عامو هیوادوالو برخه اخیستې وه.
د غونډو برخه والو ته علماء کرامو د دیني علومو، د قرآن کریم د زده کړې، قرائت او حفظ د اهمیت او ضرورت په اړه په زړه پورې او جالبې ویناوې وکړې.
د غونډو په پای کې د خواجه ناموسی ولسوالۍ اړوند بارک آباد د سیمې د دار الحفاظ انوارالقرآن مدرسې ۴ تنو حافظانو او ۱۵ تنوقاریانو ته، د امام بخاري دسیمې د دار الحفاظ منبع الجهاد مدرسې ۱۴ تنو حافظانو ته، د بازار غارتیپه د دار الحفاظ فاروقیه مدرسې ۱۷ تنوحافظانو ته، د قرغان ولسوالۍ د باغبوستان د سیمې د شمس العلوم مدرسې ۱۰ تنو حافظانو ته، د قیصار ولسوالۍ اړوند دچیچکتود سیمې د دار الحفاظ امام ابوحنیفه رحمه الله د مدرسې ۱۳ تنو حافظانو ته او همدا راز د شرین تګاب ولسوالۍ اړوند د تاش قلعه د سیمې د دار الحفاظ احمدیه مدرسې ۱۰ تنو حافظانو ته د معتبرو علمي شخصیتونو په لاسونو د فراغت ویاړمنې پګړۍ ورپه سر شوې.
یادې پرتمینې غونډې د دعاوو په تر سره کولو سره پای ته ورسېدې. ۲۰۲۱/۳/۳۰
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.