نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د فاریاب ولایت په خواجه ناموسی، شرین تګاب او خیبر ولسوالیو کې د قرآن کریم د حافظانو د فراغت په مناسبت شانداره غونډې ترسره شوې، د راپور له مخې، د یادو ولسوالیو په بېلا بېلو مدرسو کې د قرآن کریم د حافظانو د فراغت په ویاړ پرتمینې غونډې تر سره شوې. غونډې له معمول سره […]
د فاریاب ولایت په خواجه ناموسی، شرین تګاب او خیبر ولسوالیو کې د قرآن کریم د حافظانو د فراغت په مناسبت شانداره غونډې ترسره شوې، د راپور له مخې، د یادو ولسوالیو په بېلا بېلو مدرسو کې د قرآن کریم د حافظانو د فراغت په ویاړ پرتمینې غونډې تر سره شوې.
غونډې له معمول سره سم د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوې، په دې غونډو کې د اسلامي امارت د تعلیم او تربيې پر مسئولینو سربېره علماء کرامو، بانفوذه قومي مخورو او پر دین مینو عامو هیوادوالو برخه اخیستې وه.
د غونډو برخه والو ته علماء کرامو د دیني علومو، د قرآن کریم د زده کړې، قرائت او حفظ د اهمیت او ضرورت په اړه په زړه پورې او جالبې ویناوې وکړې.
د غونډو په پای کې د خواجه ناموسی ولسوالۍ اړوند د اسلام آباد د سیمې د دار الحفاظ محمدیه مدرسې ۷ تنو حافظانو ته، د شرین تګاب ولسوالۍ د اسلام قلعه د سیمې د بعثت الرسول صلی الله علیه وسلم د مدرسې ۷ تنو حافظانو ته، د یادې ولسوالۍ اړوند لب شور د سیمې حضرت عمرفاروق رضی الله عنه د دار الحفاظ مدرسې ۱۷ تنو حافظانو ته او هندا راز د خیبر ولسوالۍ اړوند د صیاد سیمې د حضرت عمرابن خطاب رضی الله عنه د دار الحفاظ مدرسې ۵ تنو حافظانو ته، د معتبرو علمي شخصیتونو په لاسونو د فراغت ویاړمنې پګړۍ ورپه سر شوې.
یادې پرتمینې غونډې د دعاوو په تر سره کولو سره پای ته ورسېدې. ۲۰۲۱/۳/۲۵
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.