پرون ورځ د اختر د رارسېدو په مناسبت دارزګان دځلورمي پلی لواء د هماهنګی قومندانی کې دمسؤلینو ترمنځ غونډه ترسره سو

  پرون ورځ دارزګان ولایت مرکز ترینکوټ دځلورمي پلي (رواحه) لواء کې د هماهنګی قومندانی د غونډو تالار کې اشتراکي غونډه ترسره سوه چې موخه ئ د امنیت ټینګښت او د ارګانونو ترمنځ یووالی اتحاد وو. غونډه د قرآن کریم په ځومبارکو آیاتونو راپېل سوه، په یاده اشتراکي غونډه کې د (رواحه)لواء قومندان مولوی عبدالله […]

 

پرون ورځ دارزګان ولایت مرکز ترینکوټ دځلورمي پلي (رواحه) لواء کې د هماهنګی قومندانی د غونډو تالار کې اشتراکي غونډه ترسره سوه چې موخه ئ د امنیت ټینګښت او د ارګانونو ترمنځ یووالی اتحاد وو.
غونډه د قرآن کریم په ځومبارکو آیاتونو راپېل سوه، په یاده اشتراکي غونډه کې د (رواحه)لواء قومندان مولوی عبدالله (حبیب) د هماهنګی قومندانی قومندان مولوی شفیع الله (جهادي) مرستیال والي حاجي(مزمل) د استخباراتو ریاست رئیس (سالم) مولوی صاحب، د ملي امنیت ښاري مدیر (حبیب آغا)د امنیه قومندانی قومندان مولوی عبدالله (بشیر) د امنیت آمر (کامران) مولوی صاحب، د ارشاد حج او اوقافو ریاست رئیس مولوی عطأالله(خادم) د (رواحه)لواء دکشف آمر (راشد) مولوی صاحب، د پنځم کنډک قومندان (احمدي) ، د ګارنیزون قومندان حاجي (عبدالله) او یوشمېر نورو مسئولینو ګډون کړی وو.

په نوموړي اشتراکي غونډه کې هر مسؤل په خپل نوبت سره د امنیټ پر ټینګوالي، ښاري نظم، د (خادم) مولوی صاحب له طرفه د عیدګاه دلمانځه د ځای پر منتخبوالي او یو شمېر نورو ضروري موضوعاتو باندي بحث وسو او یاد مجلس په اختتامیه دعاء پای ته ورسېد.