د ارزګان امنیتي مسوولینو عامو ښاریانو او ولس ته د پوره امنیت ډاډ ورکړ.

ارزګان کي امنیتي مسوولینو د کمکي اختر د راسیدو سره هم مهاله په ترینکوټ ښار او شاوخوا سیمو کي پوځي نمایشونه وړاندي کړه او ولسونو ته یې ژمنه ورکړه چي هغوی به د اختر لپاره پوره امنیت خوندي او خلکو ته به د ميلو کولو زمینه برابره کړې. ددې ولایت امنیه قوماندان بشیر حاجي صاحب […]

ارزګان کي امنیتي مسوولینو د کمکي اختر د راسیدو سره هم مهاله په ترینکوټ ښار او شاوخوا سیمو کي پوځي نمایشونه وړاندي کړه او ولسونو ته یې ژمنه ورکړه چي هغوی به د اختر لپاره پوره امنیت خوندي او خلکو ته به د ميلو کولو زمینه برابره کړې.
ددې ولایت امنیه قوماندان بشیر حاجي صاحب وویل، ښارکي د ګډو ځواکونو د راوتلو څخه هدف دادی چي ولسونو ته ډاډ ورکړی چي امنیتي ځواکونه شپه او ورځ ستاسو خدمت کي دي او د امنیت لپاره پوره چمتوالی لری.
همدارنګه نوموړي وویل، هیچا ته به اجازه ورنه کول سي چي د ولسونو امنیت له ګواښ سره مخ کړي.
بشیر حاجي صاحب وویل، افغانانو ته تر څو لسیزو وروسته د امن زمینه برابره او د اشغال خاتمې سره ورته په بیلابیلو برخو کي د کار کولو موقع هم برابره سوې ده.
نوموړي وویل، مسلمان مجاهد ملت به د هر اشغالګر په وړاندي همداسی مبارزه وکړي، لکه څنګه یې کلونه د شورې اتحاد او د ناټو د قوتونو پر وړاندي کړې ده.
هغه یوځل بیا ژمنه وکړه چي د ارزګان ولایت ټول امنیتي ځواکونه به شپه او ورځ د خلکو په خدمت کي وي او د ولسونو د ارام ژوند لپاره به لاهڅي وکړي.
هغه د خلکو هم وغوښتل چي بېله کومي ستونزي ورځنی چاري او د اختر دودیزی میلې ولمانځي او د اړتیا پر وخت خپلو امنیتي ځواکونو ته خبر ورکړي.
د یادوني وړده چي ددې پوځي نمایش پرمهال د ارزګان امنیې قوماندانۍ کي د ثور اتمي د مجاهدینو د بریا د ورځي په ویاړ د بیرغ پورته کولو مراسم هم ترسره سوه.
نیټه: ۱۴۴۳/۹/۲۸ هــ ق