دهلمند ولایت د سرې میاشتي رئیس د هلمند مرکزي زندان څخه لیدنه وکړل:

  نن د هلمند ولایت د سرې میاشتي ریاست رئیس الحاج مولوي فضل محمد (فضلي) د هلمند مرکزي زندان څخه لیدنه وکړل. د نوموړي موخه ددغه لیدني څخه د زندانیانو سره د ځیني توکو مرسته وه چي ۱۰۰ تنه زندانیانو ته یې چي له جملې یې ۷۰ تنه د کښته عمر لرونکي کسان او ۳۰ […]

 

نن د هلمند ولایت د سرې میاشتي ریاست رئیس الحاج مولوي فضل محمد (فضلي) د هلمند مرکزي زندان څخه لیدنه وکړل.

د نوموړي موخه ددغه لیدني څخه د زندانیانو سره د ځیني توکو مرسته وه چي ۱۰۰ تنه زندانیانو ته یې چي له جملې یې ۷۰ تنه د کښته عمر لرونکي کسان او ۳۰ تنه یې ښځینه زندانیان وه د حفظ الصحي توکو مرسته ورکړه.

په دغه مرسته کي یو د غاښو کریم، دوه د غاښو برسونه، دوه ډیټول صابونان، دوه د کالو مینځلو صابونان، یو دانه اټول او یو پاکټ پوتکس شامل وه او ترڅنګ یې ښځینه زندانیانو ته یو یو پړونی هم ورکړل سو.

د هلمند مرکزي زندان مسؤل د سرې میاشتي له رئیس څخه مننه وکړل او په راتلونکي کي یې د زندانیانو لپاره د ورته نورو مرستو غوښتنه وکړل.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۹/۲۹ هـ ق