هلمند ولایت مقام کي د همږغۍ غونډه جوړه سوه:

  نن ورځ چهارشنبه د هلمند ولایت مقام کي د مسئولینو ترمنځ د اختر په ورځو کي د ښار د ښه امنیت،ښاري نظم،هلال کمېټې،عیدګاه لمانځه او یو لړ نورو مهمو مسائلو په اړه د همږغۍ غونډه جوړه سوه. دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي یاده غونډه چي د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب په […]

 

نن ورځ چهارشنبه د هلمند ولایت مقام کي د مسئولینو ترمنځ د اختر په ورځو کي د ښار د ښه امنیت،ښاري نظم،هلال کمېټې،عیدګاه لمانځه او یو لړ نورو مهمو مسائلو په اړه د همږغۍ غونډه جوړه سوه.

دباختر اطلاعاتي اژانس خبر راکوي چي یاده غونډه چي د هلمند والي محترم طالب مولوي صاحب په مشرۍ جوړه سوې وه او مرستیال والي محترم حزب الله مولوي صاحب،دوهم مرستیال محترم شریف مولوي صاحب،امنیه قوماندان محترم الحاج ملامحمدنعیم معتمد صاحب،د استخباراتو رئیس محترم ابوخالد صاحب،د ښاري محکمې رئیس محترم هلال مولوي صاحب،د علمائو شورا په استازیتوب شیخ الحدیث الحاج محترم مولوي میراغا صاحب او محترم شیخ الحدیث الحاج مفتي شریف الله صاحب،د امربالمعروف نهي عن المنکر رئیس محترم عمري مولوي صاحب،د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محترم حافظ راشد هلمندي صاحب،د حج او اوقافو رئیس محترم ثاقب اخندزاده صاحب،د مرکزي محبس مسئول محترم عاطف صاحب او ګڼ شمېر نورو مسئولینو پکې ګډون کړی وو د معمول سره سم د کلام الله مجید د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل سوه.

وروسته د راروان کوچني اختر په ورځو کي د ښه امنیت،ښاري نظم،هلال کمېټې،عیدګاه لمانځه،د ثور د اتمي ۸ تاریخي ورځي د لمانځلو او ګڼ شمېر نورو مهمو مسائلو په اړه بحث او خبري وسوې.
د غونډي ګډونوالو هریوه په خپل وار سره د ښه پلانونو او امنیتي تدابیرو په برخه کي خپل خپل نظرونه شریک کړه او د اجندا په اړه یې بېلابېلي طرحي وړاندي کړې.
هلمند والي دپلانونو د ښه تطبیق په موخه مربوطه څانګو ته لازمي لارښووني او سپارښتني وکړې.ترڅو د ښاري نظم په جوړولو او اړوند مسائلو په برخه کي موثر ترتیبونه جوړ او په اړه یې اړین ګامونه پورته کړي.

نېټه:۱۴۴۳/۹/۲۶ هــ ق.