په کندهار کي “پیټروګلیف” اثارو ته ورته اثار وموندل سول.

  په ډبرو باندي رسم سوي لیکني او د حیواناتو نښې نښاني داسي معلومیږي لکه د پیټروګلیف “petroglyph” تاریخي اثار چي وي. دا اثار د کندهار په ځينو غرنیو سمیو کي موندل سوي دي، که په غالب ګمان یاد اثار پیټروګلیف اثارو وګڼل سي، نو تاریخي قدامت ئې د پیلیولیتیک یا ډبرو دورې ته رسیږي، […]

 

په ډبرو باندي رسم سوي لیکني او د حیواناتو نښې نښاني داسي معلومیږي لکه د پیټروګلیف “petroglyph” تاریخي اثار چي وي.
دا اثار د کندهار په ځينو غرنیو سمیو کي موندل سوي دي، که په غالب ګمان یاد اثار پیټروګلیف اثارو وګڼل سي، نو تاریخي قدامت ئې د پیلیولیتیک یا ډبرو دورې ته رسیږي، چي دا ډول پیټروګلیفونه په ټوله نړۍ کي د غرونو په مختلفو برخو کي موندل کیږي.

د کندهار د اطلاعات او کلتور رئیس مولوی نور احمد سعید، مرستیال ئې ملا شمس الله صمیم، د هنر او فرهنګ آمر عبدالشکور څپاند او فرهنګپال احسان الله ترین د چهارشنبې په ورځ د کندهار هغو غرونو ته ولاړل، چي ويل کیدل هلته د غرونو پر ځينو ډبرو د لرغوني دور ځیني پخوانۍ ليکني پاته دي.

د کندهار د اطلاعات او کلتور رئیس مولوي نور احمد سعید د باختر خبري آژانس سره په خبرو کي وويل، چي د خپل ټيم په ملتيا ئې د یادو غرونو څخه ليدنه وکړل او هلته ئې هغه ډبري ولیدلې، چي ليکني او خطونه ورباندي سوی دي.

ښاغلی سعيد زیاتوي، چي پر ډبرو باندي ليکل سوي خطونه لرغوني دي، ځيني ئې ممکن د ډبرو د دورې سره ربط ولري او د ځينو ډبرو خطونه د اسلامي دورې سره تړل کېدلای سي، خو د یادو خطونو په اړه به وروسته يو مسلکي ټیم له مرکزه وغوښتل سي، تر څو د خطونو تاریخي قدامت او لرغونتوب سم روښانه سي.