د کندهار ولایت د اسلامي پولیسو د ښونیز او روزنیز مرکز څخه د زابل ولایت (102) تنه پولیس فارغ شول

  1401/1/8 دکندهار د اسلامي پولیسو دښوونیز او روزنیز مرکز څخه دفراغت په پار غونډه نن د زابل امنیه قوماندانۍ د غونډو په تالار کې په داسی حال کي ترسره شوه، چې پر مهال یې د زابل امنیه قوماندان مولوي محیب الله ایوب اخندزاده د امنیت آمر مولوی موسی کلیم ابو النصر جنایې مدیر مولوی […]

 

1401/1/8

دکندهار د اسلامي پولیسو دښوونیز او روزنیز مرکز څخه دفراغت په پار غونډه نن د زابل امنیه قوماندانۍ د غونډو په تالار کې په داسی حال کي ترسره شوه، چې پر مهال یې د زابل امنیه قوماندان مولوي محیب الله ایوب اخندزاده د امنیت آمر مولوی موسی کلیم ابو النصر جنایې مدیر مولوی عصمت الله کرامت او گڼ شمېر نورو منسوبینو برخه درلوده.

مسئولینو فارغ شویو پولیسو ته دوینا پرمهال لومړی د دوی څخه خوښې وښوده چې ورکول شوې زده کړې یې په کامله توګه سرته رسولې او کوم غفلت یې نه دی پکښې کړی.

یادو مسؤلینو دسپارښتنې په پار زیاته کړه، چې د خلګو سره به نیک چلند کوي او خپله وظیفه په پوره صداقت او ایماندارۍ سره مخته وړي، هغوی وویل چې تاسو باید خپل نظام او خپلې خاورې ته ژمن واوسئ ځکه همدغه نظام دی، چې تاسو ته یې دزده کړو او روزنې زمینه برابره کړې او پر تاسو یې لګښتونه کړي.

د یادونې وړ ده، چې د یاد مرکز څخه د جنوب غرب زون د څلورو ولایتونو څه کم (500) تنه د نظامي او بدنې زده کړو څخه وروسته فارغ شول، چی د زابل ولایت امنیه قومندانۍ څخه (102) تنه پولیسو پکښي برخه درلوده، او فارغ شویو پولیسو ته د زابل ولایت امنیه قوماندانۍ مقام د رهبرۍ له لورې نن دتشویق په پار یولړ مراسم نیول شوي وو.