نیمروز:د دلارام ولسوالۍ د حقوقو مدیر، معرفي سو

  زرنج، د شعبان۲۲ مه/ د وری ۵ مه د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، مفتي غیاث الدین “حماد” د دلارام ولسوالۍ د حقوقو د مدیر په توګه د نیمروز د عدلیې رئیس مولوي عبدالقیوم “حماد” له لورې په داسې حال کې، چې د ولسوالۍ علماوو، ملکي او نظامي مسؤولینو هم ګډون درلود […]

 

زرنج، د شعبان۲۲ مه/ د وری ۵ مه

د باختر خبري آژانس د راپور له مخې، مفتي غیاث الدین “حماد” د دلارام ولسوالۍ د حقوقو د مدیر په توګه د نیمروز د عدلیې رئیس مولوي عبدالقیوم “حماد” له لورې په داسې حال کې، چې د ولسوالۍ علماوو، ملکي او نظامي مسؤولینو هم ګډون درلود رسمأ معرفي سو.

د معرفت غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو سره پیل سوه، وروسته مولوي عبدالقیوم “حماد” نوي مدیر ته د مبارکۍ ترڅنګ خبري وکړې او ویې ویل، په ولسوالۍ کې د حقوقو د مدیریت د بیا پیل موخه حقوقي ستونزو ته رسیدګۍ ده.
ښاغلي حماد د ولسوالۍ له مسؤولینو او اوسېدونکو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

وروسته د دلارام ولسوالۍ د جنايې مدیر مولوي ثناءالله صاحب د ا.ا د رهبري څخه د حقوقو د مدیریت د بیا پیل په موخه د مننې ترڅنګ د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.

په پای کې د دلارام ولسوالۍ د حقوقو نوي مدیر،
مفتي غیاث الدین “حماد” د ا.ا له رهبري څخه د مننې ترڅنګ خبري وکړي او ویې ویل، په حقوقي چارو کې د خلکو ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه هېڅ ډول هڅې نه دریغ وم.