د ادارو مسؤلین باید له مراجعینو سره نېک چلند وکړي او خپلې دروازې د ولسونو پر مخ پرانیستي پرېږدي

پورته څرګندونې د میدان وردګ والي حافظ محمد امین عمري په اداري ناسته کې وکړي، نوموړي په اداري ناسته کې د ادارو ترمنځ پر همغږۍ، د ښې حکومتولۍ پر پیاوړتیا، ولسونو او هېواد ته په خدمت کولو ټینګار وکړ. دغه راز په اداري ناسته کې د ولایت مرستیال شیخ شیراحمد حقاني وویل: خلکو او هېواد […]

پورته څرګندونې د میدان وردګ والي حافظ محمد امین عمري په اداري ناسته کې وکړي، نوموړي په اداري ناسته کې د ادارو ترمنځ پر همغږۍ، د ښې حکومتولۍ پر پیاوړتیا، ولسونو او هېواد ته په خدمت کولو ټینګار وکړ.

دغه راز په اداري ناسته کې د ولایت مرستیال شیخ شیراحمد حقاني وویل: خلکو او هېواد لپاره کار او خدمت کولو زموږ ټولو ګډ مسؤلیت دی، د اصولو په چوکاټ کې باید پرته له قانوني ستونزو پر وخت خلک ته خدمت ترسره شي.

همدارنګه په یاده ناسته کې د ولایت مقام د سکتوري خدمتونو ریاست لخوا د ولایتي مالي کلني پلان جوړونې په اړه هر اړخیزه معلومات د پرېزنټیشن له لارې د غونډې له ګډونوالو سره شریک شول او په دغه اداري ناسته کې د ادارو مسؤلینو د خپلو اړونده ادارو لاسته راوړنې، فعالیتونه، ستونزې او وړاندیزونه له والي ښاغلي عمري او مرستیال والي ښاغلي حقاني سره شریک کړل.

دغه راز د غونډې په پای کې د ولایت مقام او د عامي روغتیا وزارت لخوا د یاد ولایت د عامي روغتیا رییس ډاکټر زرک ځیرک ورځنۍ کړنې، خدمتونه او فعالیتونه د دریمه درجو تقدیرنامو په ور کړې سره وستایل شول.

د یادولو وړ ده په دغه اداري ناسته کې د والي او مرستیال والي علاوه د ټولو ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو ګډون کړی و.

د میدان وردګ ولایت رسنیز دفتر.