قانون جوړونکي: اوکراین ته دې وسلې ورکړل شي او پر روسیې دې بندیزونه ولګول شي

د تېرې شنبې او یکشنبې په ورځ دریو تنو امریکایي قانون جوړونکي چې پخواني پوځیان دي، اوکراین ته د سفر پر مهال ویلي، روسیه لا هم قصد لري چې په اوکراین برید وکړي؛ ځکه لسګونه زره روسي پوځیان له اوکراین سره پر پوله ځای پر ځای شوي دي. دغو امریکایي قانون پوهانو غوښتنه کړې چې […]

د تېرې شنبې او یکشنبې په ورځ دریو تنو امریکایي قانون جوړونکي چې پخواني پوځیان دي، اوکراین ته د سفر پر مهال ویلي، روسیه لا هم قصد لري چې په اوکراین برید وکړي؛ ځکه لسګونه زره روسي پوځیان له اوکراین سره پر پوله ځای پر ځای شوي دي.

دغو امریکایي قانون پوهانو غوښتنه کړې چې باید اوکراین ته وسلې ورکړل شي او پر روسیې دې بندیزونه ولګول شي، دوی په دې اند دي چې تر سره شویو اقداماتو ښایي ولادیمیر پوتین په اوکراین له برید کولو نه وي منصرف کړی.

د سنا مجلس دیموکرات غړي ”سیټ مولټن“ خبریالانو سره په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي، امریکایان باید د پوتین د تحرکاتو د مخنیوي پر وړاندې اندېمښن واوسي، دا خبرداری په داسې مهال ورکول کیږي چې تېره اونۍ بایډن له پوتین سره په تلیفوني خبرو کې ویلي و، که روسیې پر اوکراین برید وکړ نو له دومره سختو بندیزونو سره به مخ شي چې تر دې مخکې یې ساری نه وي لیدل شوی.

د سنا مجلس جمهوري غوښتونکی یو بل مخکښ غړی په دې اند دی، چې امریکا باید له بې ثباتۍ وړاندې پر روسیې بندیزونه ولګوي، د نوموړي په خبره له برید وروسته بندیزونه به ښایي په روسیې کوم تاثیر پرېنباسي.

”نایک والټز“ د امریکا له برحاله حکومت څخه وغوښتل، چې اوکراین ته دې توغندي او هوایي دفاع سیستم په ګډون نورې مختلف النوعه وسلې واستوي، تر څو اوکراین وکولی شي د ممکنه برید پر مهال له خپل ارضي تمامیت څخه دفاع وکړای شي.

خو د همدې مجلس یو بل دیموکرات غړی ”روبن ګالیګو“ وایي، اوکراین کولی شي چې روسیې ته د جګړې د دوامداره او خونړي کېدلو په خبرداري سره له برید کولو واړوي، خو یادو قانون پوهانو بیا له دې سره مخالفت څرګند کړی، چې امریکا دې اوکراین ته پوځي سرتیري واستوي.