د فساد، غلا او نورو ناوړه کړنو مخنیوی زموږ کاري لومړیتوبونه دي

دغه څرګندونې د پکتیکا والي محمد عسی یاسین نن د دې ولایت ارګون زون ولسونو سره په ناسته کې وکړې. په دې اړه جوړې شوې ناسته کې د پکتیکا والي ترڅنګ، امنیه قوماندان عبدالقیوم هلال، د نظامي چارو مسؤل حاجي ملنګ د اطالاعاتو او کلتور سرپرست او یوشمېر نورو ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو برخه […]

دغه څرګندونې د پکتیکا والي محمد عسی یاسین نن د دې ولایت ارګون زون ولسونو سره په ناسته کې وکړې. په دې اړه جوړې شوې ناسته کې د پکتیکا والي ترڅنګ، امنیه قوماندان عبدالقیوم هلال، د نظامي چارو مسؤل حاجي ملنګ د اطالاعاتو او کلتور سرپرست او یوشمېر نورو ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو برخه لرله. دغه غونډه د ارګون زون په مرکزي جامع جومات کې ترتیب شوې وه.

غونډې ته په وینا کې والي زیاته کړه چې خپلو کړو ژمنو ته به وخت په وخت رسېدنه کوي او ټولې به عملي کوي. همداراز اسلامي امارت به خپل ټول فعالیتونه د ولس له غوښتنو او مشورو سره سم مخ ته وړي او د ولس غوښتنو ته به پر وخت رسېدنه کوي.

له بلې خوا د ارګون زون مخورو غوښتنه وکړه چې د ارګون ولسونه د اسلامي امارت بشپړې همکارې ته چمتو دي او له دوی سره به په ټولو برخو کې مرستې کوي.

اسلامي امارت دي خپلې کړې ژمنې په عمل بدلې کړي له ولسونو سره دي خپل چلند لا ښه کړي.

په ټولنه کې دي د نورو پرمختګونو تر څنګ د نجونو زده کړو ته ځانګړې پاملرنه وکړي څو نجونې د زده کړو په ګاڼه سمبال شي او له دغه خوندور بهیر څخه محرومې نه شي.

‏2021‏/8‏/27