په تیرو دوه اونیو کې په ملکي خلکو د ۵۲ قصدي بریدونو له امله زموږ ۱۶۱ تنه ملکي هیوادوال شهیدان او ټپيان شوي دی

د مسلسلو جنګي جنایاتو په دوام، په تیرو دوه اونیو کې د کابل ادارې عسکرو چې د بهرنیو اشغالګرو ملاتړ هم ورسره دی، په ټول هیواد کې په ملکي خلکو ۵۲ لوی او واړه بریدونه او بمبارونه ترسره کړي دي. د دغو وحشتونو په لړ کې چې په ۱۹ ولایتونو (خوست، کندهار، ننګرهار، میدان وردګو، […]

د مسلسلو جنګي جنایاتو په دوام، په تیرو دوه اونیو کې د کابل ادارې عسکرو چې د بهرنیو اشغالګرو ملاتړ هم ورسره دی، په ټول هیواد کې په ملکي خلکو ۵۲ لوی او واړه بریدونه او بمبارونه ترسره کړي دي.
د دغو وحشتونو په لړ کې چې په ۱۹ ولایتونو (خوست، کندهار، ننګرهار، میدان وردګو، پروان، هلمند، بلخ، هرات، ارزګان، پکتیکا، لغمان، بغلان، زابل، کندز، پکتیا، تخار، لوګر، بادغیس او فاریاب) کې په ملکي خلکو، کورونو، کلیو او بازارونو ترسره شوي، زموږ ګڼ شمیر هیوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د معلوماتو په اساس په دغو۵۲ بریدونو کې چې په عامو خلکو شوي، د ښځو، ماشومانو، سپين ږیرو او علماؤو په ګډون زموږ ۹۴ تنه هیوادوال شهیدان، ۶۷ تنه نور ټپيان او ۵۳ تنه له خپلو کورونو را ایستل شوي او زندان ته اچول شوي دي.
همدا ډول په دغو جنایاتو کې د ملکي خلکو ۱۱۱ بابه کورونه، ۱ باب مسجد، ۱ باب کلینیک، او۳۹ بابه دوکانونه په بمبارونو، توغندویزو بریدونو او انفجارونو کې نړیدلي او د عامو خلکو ۱۴ عراده جات هم له منځه وړل شوي دي.
ورسره له ګڼو کورونو څخه د خلکو قمیتې توکي، د ژوند اسباب او لوازم لوټ شوي او ګڼ خلک وهل شوي او ډبول شوي دي.
اسلامي امارت دغه جنګي جرمونه او بشري جنایت په کلکو ټکو غندي، په نړیوالو حقوقي، بشري او بې پرې نهادونو یوځل بیا غږ کوي چې افغانستان کې د ملکي تلفاتو په مخنیوې کې خپل مسئولیت ادا کړي او د کابل ادارې او نورو بهرنیو ملاتړو د وحشتونو غندنه وکړي.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۰/۸/۱۴۴۲هـ ق
۱۴/۱/۱۴۰۰هـ ش ــ 2021/4/3م