جنایت: د وحشي دښمن لخوا په فاریاب ولایت کې صحي کلینیک بمبار او په ننګرهار کې له کلینیک څخه سنګر جوړ شو

وړمه ورځ د فاریاب ولایت المار ولسوالۍ کې (+CHC) سي ایچ سي پلس کلینیک چې د سیمې لپاره يې صحي خدمات وړاندې کول د مزدور دښمن د الوتکو لخوا بمبار او ویجاړ کړل شو. دا د عام المنفعه او صحي تأسیساتو سره د مزدور دښمن د کړونو یوه بیلګه ده چې په خورا سپین سترګۍ […]

وړمه ورځ د فاریاب ولایت المار ولسوالۍ کې (+CHC) سي ایچ سي پلس کلینیک چې د سیمې لپاره يې صحي خدمات وړاندې کول د مزدور دښمن د الوتکو لخوا بمبار او ویجاړ کړل شو.
دا د عام المنفعه او صحي تأسیساتو سره د مزدور دښمن د کړونو یوه بیلګه ده چې په خورا سپین سترګۍ سره ترسره کیږي.
دغه کلینیک چې ټول طبي وسائط، وسائل او ودانۍ يې تخریب شوې، د (SDO سنایي انڪشـافي مـؤســسـې) له لوری تمویلده.
همدا ډول دغه کلینیک د ولسي وګړو لپاره بیلابیل طبی خدمات وړاندې کول چې اوس مهال يې خلک له نفعې څخه محروم شول.
یاد کلنیک ټول ټال ۲۳ تنه پرسونل درلود چې ۱۴ يې نارینه او ۹ پکې ښځينه پرسونل وو.
له بلې خوا څو ورځې کیږي چې د ننګرهار ولایت شیرازدو ولسوالۍ فیټلو سیمه کې د کابل ادارې عسکرو په سميیز ډي ایچ کلینیک کې سنګر جوړ کړی او له هغه ځایه خپل وحشیانه عملیات ترسره کوي.
په دغه کار سره يې ټول کلینیک فلج کړی، کارکونکي او پروسنل يې تهدید او شړلي، خلک يې هم یاد کلینیک ته له ورتګ څخه منعه کړي دي.
د اسلامي امارت صحت کمیسیون د دښمن دغه ډول متکرر بشري جنایات په کلکو ټکو غندي، په دې اړه له نړیوالو صحي او بشري سازمانونو څخه غواړي چې جدي توجه وکړي، د مزدور دښمن د دا ډول کړونو او جنایاتو په مخنیوي کې خپل رول ادا کړي.
همدا ډول د هیواد رسنۍ هم باید چوپه خوله پاتې نشي، دغه ډول ملت ضد اقدامات باید تر پوښښ لاندې ونیسي او د عامو خلکو په ضد کړنو په بربنډولو کې خپل مکلفیت اداکړي.

قاري محمدیوسف احمدي د اسلامي امارت ویاند
۳۰/۷/۱۴۴۲هـ ق
۲۴/۱۲/۱۳۹۹هـ ش ــ 2021/3/14م