ګډ پلا وی د ارزګان د ولایتي روغتون له چارو لیدنه وکړه

  د ارزګان د محترم والي حاجي دعوت صاحب په هدایت ددغه ولایت د یوشمېر دولتي ادارو څخه جوړ ګډ پلاوي د ارزګان ولایتي روغتون ته ولاړه او هلته یې د ناروغانو د حالت ترڅنګ د روغتون له چارو هم لیدنه وکړه. دې دولتي پلاوي کي د ارزګان مرستیال والي حاجي مزمل صاحب، د ولایت […]

 

د ارزګان د محترم والي حاجي دعوت صاحب په هدایت ددغه ولایت د یوشمېر دولتي ادارو څخه جوړ ګډ پلاوي د ارزګان ولایتي روغتون ته ولاړه او هلته یې د ناروغانو د حالت ترڅنګ د روغتون له چارو هم لیدنه وکړه.
دې دولتي پلاوي کي د ارزګان مرستیال والي حاجي مزمل صاحب، د ولایت مقام ادارې مرستیال الهام مولوي صاحب، د مرافعې محکمې رییس شیخ مولوي سخيداد صاحب، امنیه قوماندان حاجي بشیر صاحب. د امرباالمعروف او نهي عن المنکر شکایاتو کمېسیون مسوول فقیر مولوي صاحب د اسختباراتو ریاست د ښاري مدیرت مسوول طییب اغا ، د صحت عامې مسوول ډاکتر محمد الله روحاني او د اسختباراتو ریاست د موسساتو مسوول داود مولوي صاحب برخه لرله.
د ارزګان امنیه قوماندان حاجي بشیر صاحب وویل، له ولایتي روغتون څخه ولایت مقام ته د یوشمېر شکایتونو رارسیدو وروسته محترم حاجي والي صاحب هغوی ته دنده وسپارل چي له روغتون څخه له نژدې لیدنه وکړي او شته شکایتونه و ارزوي.
نوموړي وویل، دې شکایتونو کي د ولایتي روغتون یوشمېر ډاکتران په خپل کار کي په غلفت تورن سوي او داسي هم ویل سوي چي ډیرې ناروغان کندهار او نورو ځایونو ته لیږي.
همدارنګه په ولایتي روغتون کي د ناروغانو سره د ناوړه چلند، د روغتون لخوا هغوی ته درمل نه ورکول او په ځانګړي توګه د هغو میندو سره د قابله ګانو لخوا ناوړه چلند او د هغوی څخه د توکو اخیستل چي دې روغتون ته د ماشوم د زیږون لپاره مراجعه کوي.
د ارزګان امنیه قوماندان وویل، پلاوي د ولایتي روغتون د ټولو برخو څخه لیدنه ترسره کړه او د هغو ناروغانو سره یې هم خبري وکړې او د هغوی ستونزي یې له نژدې واوریدلې، چې دلته بستر سوي دی.
په وینایې، همدارنګه دوی وروسته د ولایتي روغتون له مسوولینو او د روغتون له کارکوونکو سره هم ناسته ترسره کړه او هغوی یې لا خپلو کارونو ته متوجې کړه.
د ارزګان ولایت مقام مرستیال حاجي مزمل صاحب وویل، ددې لیدني څخه موخه د روغتیایې کارکوونکو خپلو چارو او د ناروغانو ښې درملني ته هڅول دي.
مرستیال والي روغتیایې کارکوونکو ته وویل، هڅه وکړئ چي خپل در سپارل سوی مسوولیت په ښه توګه ترسره کړئ او د ولس ستونزي پر وخت هواري کړئ.
همدارنګه پلاوي هغه شکایتونه چي د ارزګان تر محترم والي صاحب پوري ددې روغتون په اړه ورسېدلي وه، بې ځایه وبولل او وویل چي دلته یې په راتګ داسي څه ونه لیده چي د شکایت وړ وه.
دوی ټینګار وکړ چي خپل لیدونو ته به دوام ورکوی او په ټولو دولتي ادارو به ګرځي.
بلخوا د ارزګان د ولایتي روغتون مسوولینو او کارکوونکو د ولایتي مسوولینو مننه وکړه چي د هغوی له چارو یې له نژدې لیدنه وکړه.
دوی وویل، هڅه کوي چي په هرحالت کي خلګو ته ښه خدمات وړاندي کړي.
روغتیایې کارکوونکو ټینګار وکړ چي په خپل ټول توان سره ورسپارل سوي دندي شپه او ورځ مخي ته وړي او چاته ته د شکایت کولو موقع په لاس نه ورکوي.
د یادوني وړده چي تردې وړاندي د محترم والی صاحب په هدایت د ارزګان د یوشمېر نورو دولتي ادارو څخه هم ګډ پلاوي لیدني ترسره کړي دي.

نیټه: ۱۴۴۳/۹/۲۳ هــ ق