ګومل کې د بندر سیمې لوا فتحه، ۶۰ عسکر له وسائطو او وسائلو سره مجاهدینو ته راغلل

د فتحو او بریاو په دوام پرون سهار د پکتیکا ولایت ګومل ولسوالۍ اړوند بندر سیمه کې د مجاهدینو د پرله پسې جهادي زیار په نتېجه کې د مزدور دښمن لوا د مجاهدینو لاسته ولوېده. د راپور له مخې د یادې لوا،  چې له ډېري مودې را په دیخوا د دښمن د کلک سنګر په […]

د فتحو او بریاو په دوام پرون سهار د پکتیکا ولایت ګومل ولسوالۍ اړوند بندر سیمه کې د مجاهدینو د پرله پسې جهادي زیار په نتېجه کې د مزدور دښمن لوا د مجاهدینو لاسته ولوېده.

د راپور له مخې د یادې لوا،  چې له ډېري مودې را په دیخوا د دښمن د کلک سنګر په توګه د مجاهدینو تر سختې محاصرې او بریدونو لاندې وه، کابو ۶۰ عسکر مجاهدینو ته تسلیم شوي دي.

همداراز یاده فتحه کې د مزدور دښمن ۱۱ ټانکونه، ۳۸ رینجر موټر، ۲۰ څلور ټایره موټر سیکلونه، ۶۵ کارملي ټوپک او کلاشنکوفونه، ۵ هاوانونه، ۱۶ میله دهشکې، ۱۲ میله پیکا، ۹ قبضې راکټ او ۶ موټره مهمات او جنګي توکي د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.

‏2021‏/7‏/16