کونړ کې لومړي ځل لپاره د RNA/DNA- PCR معایناتو مرکز پرانیستل شو.

د WHO- روغتیا نړیوال سازمان په مالي مټ د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اسعد اباد ولایتي روغتون کې د  RNA/DNA -PCR معایناتو مرکز فعال او د یولړ مراسیمو په ترڅ کې د کونړ والي مولوي محمد قاسم خالد، روغتیا ریاست او روغتون مسوولینو له خوا د پټۍ په پرېکولو سره د خلکو […]

د WHO- روغتیا نړیوال سازمان په مالي مټ د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د اسعد اباد ولایتي روغتون کې د  RNA/DNA -PCR معایناتو مرکز فعال او د یولړ مراسیمو په ترڅ کې د کونړ والي مولوي محمد قاسم خالد، روغتیا ریاست او روغتون مسوولینو له خوا د پټۍ په پرېکولو سره د خلکو پر مخ خلاص شو.

د اسعد اباد ولایتي روغتون رییس ډاکتر عطاء الله ساپي وایي خوښ دی چې ولایتي روغتون کې د اکسیجن د تولید مرکز، غوږ،پوزې، ستوني او ستوګو د تخصصي مرکزنو پرانیستلو ترڅنګ دغه نوی سستم فعال شو، چې د کویډ ۱۹ ویروس تشخیص سربېره به د RNA/ DNA معایناتو په برخه کې هېوادوالو خدمات وړاندې کړي.

19/10/2021