کونړ والي ناړۍ ولسوالۍ ته د سفر پر مهال ځایي خلکو او مسوولینو ته د ستونزو اوارۍ ډاډ ورکړ.

د کونړ والي مولوي محمد قاسم خالد ولسوالیو ته د سفرونو پردوام تیره ورځ د یو شمېر نورو مسوولینو په ملتیا لیرې پرتې ناړۍ ولسوالۍ ته سفر وکړ او د یادې ولسوالۍ له قومي مشرانو، نظامي او ملکي مسوولینو سره د لیدنو کتنو ترڅنګ د دوکلام بندر او میشتو نظامي قطعاتو هم لیدنه ترسره کړه. […]

د کونړ والي مولوي محمد قاسم خالد ولسوالیو ته د سفرونو پردوام تیره ورځ د یو شمېر نورو مسوولینو په ملتیا لیرې پرتې ناړۍ ولسوالۍ ته سفر وکړ او د یادې ولسوالۍ له قومي مشرانو، نظامي او ملکي مسوولینو سره د لیدنو کتنو ترڅنګ د دوکلام بندر او میشتو نظامي قطعاتو هم لیدنه ترسره کړه.

کونړ والي د ځواکونو هڅونې او مکافاتو سربېره د ولسوالۍ په مقر کې د قومي مشرانو او علماوو سره د ناستې په ترڅ کې د دوی غوښتنې واورېدلې او د اوارۍ په برخه کې یې د همکاریو ډاډ ورکړ.

هغه د اسمار او ناړۍ ولسوالیو ترمنځ د غځېدلي سړک ترمیم او رغول خپل لومړیتوب یاد کړ او ژمنه یې وکړه چې د سړک رغونې په برخه کې به د ولس او ادارې غږ مسوولینو ته ورسوي.

کونړ والي قومي مشرانو ته په خطاب کې وویل، د اسلامي نظام حاکمیت په لاره کې ولس بې سارې قرباني وکړې او د دوی هڅې به یې له پامه ونه غورځوي.

هغه له خلکو هم وغوښتل چې د خپلو سیمو امنیت ټینګښت او رغونې په برخه کې د ا.ا سره همکاري وکړي.

شنبه۱۴۰۰،۸،۱۵