کونړ والي د مرکز له قومي مشرانو سره وکتل

پدغه کتنه کې چې د مرکز اسعداباد یارګل او ارکډیل د سیمې ګڼو قومي مشرانو د کونړ والي سره په کتنه کې دخپلو سیمه ایزو ستونزو د هوارئ ترڅنګ ولایت مقام ته د بشپړې همکاریو ډاډ ورکړ، دوی د امنیت په تامین کې د اسلامي امارت د مجاهدینو سره په ګډه د هر راز همکاريو […]

پدغه کتنه کې چې د مرکز اسعداباد یارګل او ارکډیل د سیمې ګڼو قومي مشرانو د کونړ والي سره په کتنه کې دخپلو سیمه ایزو ستونزو د هوارئ ترڅنګ ولایت مقام ته د بشپړې همکاریو ډاډ ورکړ، دوی د امنیت په تامین کې د اسلامي امارت د مجاهدینو سره په ګډه د هر راز همکاريو چمتوالی هم وخود.
دکونړ والي شیخ احدیث مولوي محمد قاسم خالد د قومي مشرانو د اسلامي امارت سره د همکارویو او ملاتړ د مننې ترڅنګ د دوی غوښتنې پر ځای یادې کړې او د هوارئ په برخه کې يې د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.
د کونړ والي مشرانو ته وویل چې دا هیواد د ټولو ګډ کور دی ، ساتل او خدمت يې په ټولو یو شان لازم یادکړل.
نوموړي زیاته کړه ولایت مقام به د یوه ځانګړي او منظم پلان لمخې به د دې ولایت په ټولو ولسوالیو او کلیوکې په انډړلیزه توګه دبیا رغونې او پرمختګ چارې به پرمخ یوسي ترڅو د ټولو خلکو ستونزې هوارې شي