نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د کونړ والي شیخ الحدیث محمد قاسم خالد د دیني مدارسو له مسوولینو او استادانو سره د ناستې په ترڅ کې د دوی د غوښتنو اورېدو ترڅنګ د دیني مدرسو تقویې او د علماوو ستونزو اوارۍ په برخه کې د همکاریو ډاډ وښود. کونړ والي وویل، جوماتونه او دیني مدرسې د مسلمان امت د روزنې […]
د کونړ والي شیخ الحدیث محمد قاسم خالد د دیني مدارسو له مسوولینو او استادانو سره د ناستې په ترڅ کې د دوی د غوښتنو اورېدو ترڅنګ د دیني مدرسو تقویې او د علماوو ستونزو اوارۍ په برخه کې د همکاریو ډاډ وښود.
کونړ والي وویل، جوماتونه او دیني مدرسې د مسلمان امت د روزنې مرکزونه دي او د بقا او دوام لپاره به یې هڅو ته ادامه ورکړي.
هغه د علماوو د علمي هڅو قدرداني ترڅنګ له ټولو وغوښتل چې د امنیت او ثبات ټینګښت په برخه کې له ولایتي ادارې سره همکاریو ته پراختیا ورکړي.
کونړ والي عصري او دیني زده کړې د وخت اړتیا یاده کړه او ډاډ یې څرګند کړ چې دغه ولایت کې به ښوونیزو، علمي او اکاډمیکو مرکزونو پیاوړتیا ته جدي پام وکړي.
24/10/2021
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.