کونړ: د ۵ کانالونو د ترمیم او پاکولو چارې پیل شوې

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۷) د کونړ کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې د UNDP ـ ملګرو ملتونو پر مختیایي ادارې په مالي ملاتړ د اسلامیک ریلیف موسیسې له خوا د ۳۱،۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د وټه پور ولسوالۍ په نږدې او لیرې پرتو سیمو کې د ۵ کانالونو چارې، چې ټولټال ۶۴ کیلو […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۷) د کونړ کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې د UNDP ـ ملګرو ملتونو پر مختیایي ادارې په مالي ملاتړ د اسلامیک ریلیف موسیسې له خوا د ۳۱،۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د وټه پور ولسوالۍ په نږدې او لیرې پرتو سیمو کې د ۵ کانالونو چارې، چې ټولټال ۶۴ کیلو متره اوږدوالی لري؛ د ترمیم او پاکولو چارې پیل شوي چې نږدې یوه میاشت کې به بشپړ شي.

د کونړ ولایت د کرنې اوبو لګلولو او مالدارۍ رییس مولوي عزت الله هدایت وویل، په دغه پروژه کې به شاوخوا ۴۷۷۷کسانو ته د کارموندنې زمینه برابره شي
نوموړي زیاته کړه، دغه ولایت کې تیرو سختو بارانونو او سېلابونو له امله بزګرانو ته سخت زیانونه اوښتي او په زیاتو سیمو کې کانالونه ترمیم او پاکولو ته ضرورت لري، چې د همدغو هڅو په لړ کې وټه پور او سرکاڼو ولسوالیو کې د کانالونو د ترمیم او پاکولو چارې دوام لري.