کونړ: د والي په مشرۍ د امنیتي او تصفیې کمېسیون لومړنۍ غونډه دایره شوه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)دغه جوړه شوه غونډه کې چې د کونړ ولایت مرستیال والي مولوي عبدالله حقـ اني ترڅنګ امنیه قومندان عبدالحق حقـ اني، د دویمې لوا قومندان او استخباراتو ریاست مرستیال برخه لرله، د امنیتي وضعیت او لاسته راوړنو په تړاو د بحث سربېره پکې د صفوفو تصفيې په لارو چارو خبرې وشوې. د کونړ […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)دغه جوړه شوه غونډه کې چې د کونړ ولایت مرستیال والي مولوي عبدالله حقـ اني ترڅنګ امنیه قومندان عبدالحق حقـ اني، د دویمې لوا قومندان او استخباراتو ریاست مرستیال برخه لرله، د امنیتي وضعیت او لاسته راوړنو په تړاو د بحث سربېره پکې د صفوفو تصفيې په لارو چارو خبرې وشوې.
د کونړ والي مولوي احمد طه په رغنیزو، امنیتي او حکومتولۍ برخو کې د رامنځته شویو پرمختګونو او دغو برخو کې د مسوولینو مخلصانه هڅو قدرداني ترڅنګ له امنیتي مسوولینو وغوښتل چې د لیکو تصفیې چارو ته پاملرنه زیاته او له نامطلوبو اشخاصو یې پاکې کړي.
د ناستې په ترڅ کې موضوعاتو ته د رسیدګۍ په موخه بېلابېلې کمېټې جوړې او لازم تصمیمونه ونیول شول.