میدان وردګ کې د کابل ادارې ۴ کار کوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شول

د حقیقتونو د درک په نتېجه کې له مزدوري ادارې د افرادو د تېښتي په دوام پرون د میدان وردګ ولایت کې د کابل ادارې ۴ کار کوونکي له جګړې او مخالفته لاس په سر او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې پوره شهرت یې په لاندې ډول دی: ۱: سیدعلي رضایت ولد سید سردار  […]

د حقیقتونو د درک په نتېجه کې له مزدوري ادارې د افرادو د تېښتي په دوام پرون د میدان وردګ ولایت کې د کابل ادارې ۴ کار کوونکي له جګړې او مخالفته لاس په سر او مجاهدینو سره یو ځای شول، چې پوره شهرت یې په لاندې ډول دی:

۱: سیدعلي رضایت ولد سید سردار  د سنګلاخ دد هن آرمون د کلي اوسيدونکی، د جاسوسي شبکې غړی.

۲: حاجي بسم الله  د علم الدین زوی د نرخ ولسوالۍ د عمرخيلو درې د جوی آسیاب د کلي اوسېدونکی، اربکی

۳: آکاخیل مشهور په کوچي، د نرخ ولسوالۍ اوسېدونکی، تګاب کې د خارجي اشغالګرو موټروان

۴: خواځک  د محمدجان زوی د نرخ ولسوالۍ د اولخيلو دکلي اوسېدونکی

دوی ټولو په تېرو کړنو پښېماني څرګنده کړې او ژمنه یې کړې ده چې تر دې وروسته به د مزدوري ادارې لیکو ته نه ورځي د ملت او مجاهدینو په ضد به هیڅ حرکت نه ترسره کوي او د همدې وعدي له مخې ازاد ژوند ته سوق کړل شوي دي.

‏2021‏/6‏/21