کندوز: د پوهنې ریاست قلعه زال او ګلتیپې ولسوالیو کې غونډې تر سره کړي

کندوز ولايت قلعه زال ولسوالۍ کې د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې ریاست لخوا غونډه تر سره شوه، غونډې ته د نوموړې ولسوالۍ د مدارسو استاذان او مهتميمين رابلل شوي وو. د غونډې په ترڅ کې د يادې ولسوالۍ د مدير معارف لخوا د مدارسو استاذانو او مهتميمينو ته ارزښتناکې او په زړه پورې خبرې […]

کندوز ولايت قلعه زال ولسوالۍ کې د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې ریاست لخوا غونډه تر سره شوه، غونډې ته د نوموړې ولسوالۍ د مدارسو استاذان او مهتميمين رابلل شوي وو.

د غونډې په ترڅ کې د يادې ولسوالۍ د مدير معارف لخوا د مدارسو استاذانو او مهتميمينو ته ارزښتناکې او په زړه پورې خبرې وشوې، دا ارزشتناکه غونډه د ماسپښین په ۴ بجې پیل شوه، چي تقريباً دوه ساعته يې دوام درلود او په اخرکې د مدير معارف لخوا د مدرسو مهتميمينو ته د نوي کال تعليمي نصابونه  او د مدارسو ثبوتيا کتابونه ووېشل شول.

همدا راز د کندوز ولایت د پوهنې ریاست ګلتیپې ولسوالۍ د تعلیم او تربیې مسؤل ددې ولسوالۍ د یو تعداد دیني مدارسو له مهتمیمینو او ښوونځیو له مدیرانو سره ناسته تر سره کړې، د یادو تعلیمي ادارو مسؤلینو ته د نوي تعلیمي نصاب د تطبیق او د مدارسو د نظم او ترتیب لپاره لازمې لارښوونې او سپارښتنې واورول شوې، د ځايي مسئول د معلوماتو پر اساس، د ښوونځیو مدیرانو ته د اړونده ادارو د ښه مدیریت لپاره، چې باید سالمه او بې عیبه ادارې ولري، سپارښتنې وشوې.
۲۰۲۱/۶/۲