نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
کندهار کي د ځانګړو ځواکونو ۲۱۰ کسیزه قطعه تر هراړخیزه زدهکړو وروسته فارغ سول او د دوشنبې په ورځ ماپښین یې تر فراغت وروسته یوشمېر نظامي حرکتونه ترسره کړل او د خدمت کولو په موخه پر یوشمېر چوکونو ودرېدل. کندهار کي د ځانګړو ځواکونو قومندان حافظ نظرمحمد حبیب وویل، یادو ځواکونو دوې نیمي میاشتي […]
کندهار کي د ځانګړو ځواکونو ۲۱۰ کسیزه قطعه تر هراړخیزه زدهکړو وروسته فارغ سول او د دوشنبې په ورځ ماپښین یې تر فراغت وروسته یوشمېر نظامي حرکتونه ترسره کړل او د خدمت کولو په موخه پر یوشمېر چوکونو ودرېدل.
کندهار کي د ځانګړو ځواکونو قومندان حافظ نظرمحمد حبیب وویل، یادو ځواکونو دوې نیمي میاشتي په بېلابیلو برخو کي مسلکي او نظامي زدهوکړي وکړې او له دې وروسته به د ولس د سر او مال ساتني په موخه شپه او ورځ په خدمت کي تېروي.
حافظ نظرمحمد حبیب وویل، یاد ځانګړي ځواکونه د ځانګړي یونیفورم ترڅنګ په ځانګړو نظامي تجهیزاتو برابر دي او په خاصو عملیاتو کي به برخه اخلي او په خپلو خبرو کي یې پر ټولو هیوادوالو ږغ وکړ، ترڅو د ځانګړو ځواکونو سره بشپړه همکاري او همږغي ولري.
هغه د خپلو خبرو په وروستیو کي وویل، د راتلونکي کوچني اختر په ورځو کي به یاد ځواکونه د کندهار د بېلابیلو برخو امنیت کلک وساتي، ترڅو هیوادوال د اختر شپې او ورځۍ په خوښۍ سره ولمانځي.
سېشنبه: ۱۴۴۳/۹/۲۵
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.