کندهار والي په جګړو کي د دوو ټپي مجاهدینو حال له نژدې واخیست او ورسره یې نغدي مرسته هم وکړه

  د شنبې په ورځ کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا تېرو جګړو کي د مولوي زاهد او محمد په نوم د دوو ټپي مجاهدینو حال له نژدې واخیست او ورسره یې نغدي مرسته هم وکړه، چي پرمهال یې د نظامي محکمې قاضي مولوي عبدالهادي همت او د کندهار ولایت مقام د مطبوعاتو مسئول هم حضور […]

 

د شنبې په ورځ کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا تېرو جګړو کي د مولوي زاهد او محمد په نوم د دوو ټپي مجاهدینو حال له نژدې واخیست او ورسره یې نغدي مرسته هم وکړه، چي پرمهال یې د نظامي محکمې قاضي مولوي عبدالهادي همت او د کندهار ولایت مقام د مطبوعاتو مسئول هم حضور درلود.

مولوي زاهد تېر کال ژړۍ ولسوالۍ کي دواړو پښو کي سخت ټپي سوی و او محمد نهه میاشتي مخکي د کندهار په خاکرېز ولسوالۍ کي سخت ټپي سوی و، چي د دوی د حال پوښتلو پر مهال یې کندهار والي لومړی د قربانیو او سرښندونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه، چي هیڅکله به ددې شرعي نظام په لار کښي شهیدان او ټپیان له یاده ونه باسي او هر ډول ستونزو ته به یې پر وخت رسیده‌ګي کوي.

کندهار والي یادو دوو ټپیانو ته په خطاب کي وویل، دا د شهیدانو د وینو برکت او همدا ستاسو د قربانیو پایله وه، چي اوس په افغانستان کي شرعي نظام حاکم دی.

شنبه: ۱۴۴۳/۹/۲۹