نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا نن یکشنبه «د کوچني اختر په لومړۍ ورځ» د عیدګاه تر لمانځه وروسته ولایت مقام کي د یوشمېر ادارو له رئیسانو، سوداګرو، ترافیک پوليسو او د کندهار ښار د بېلابیلو سیمو له لسګونه سپینږیرو او ځوانانو سره د اختر مبارکي وکړه. کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا راغلیو ټولو مېلمنو […]
کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا نن یکشنبه «د کوچني اختر په لومړۍ ورځ» د عیدګاه تر لمانځه وروسته ولایت مقام کي د یوشمېر ادارو له رئیسانو، سوداګرو، ترافیک پوليسو او د کندهار ښار د بېلابیلو سیمو له لسګونه سپینږیرو او ځوانانو سره د اختر مبارکي وکړه.
کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا راغلیو ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او خوښي یې وښودله، چي دا اختر افغانان پر داسي مهال لمانځي، چي هیواد مو په بشپړه توګه ازاد دی او ټول افغانان په امن او سوکالۍ کي ژوند کوي او د ښې حکومتولۍ په برخه کي یې د ولسونو د ملاتړ او همکارۍ غوښتنه وکړه.
راغلیو مېلمنو هم په خپلو خبرو کي د ولایتي ادارې مشرتابه ته د هر راز ملاتړ ډاډ ورکړ او په خپلو خبرو کي یې د کندهار والي څخه مننه وکړه، چي د ټولو ولسونو پر مخ یې د ولایت مقام دروازه خلاصه کړې، تر څو یې ستونزي واورې او ورته رسیدهګي وکړي او پر مهال یې د کندهار والي دا کار د ولسونو او ولایتي ادارې ترمنځ د زیاتي همږغۍ راوستلو او همکاریو په برخه کي مهم وباله.
یکشنبه: ۱۴۴۳/۹/۳۰
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.