کندهار: د رواني ناروغانو د ساتني او روزني نوی مرکز پرانیستل شو

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)د چهارشنبې په ورځ سهار د کندهار په عینو ښارګوټي کي د رواني ناروغانو د ساتني او روزني نوی مرکز پرانیستل شو، چي د پرانیستني په یادو مراسمو کي د افغاني سرې میاشتي مرستیال ملانورالدین ترابي، کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا او یوشمېر نورو مسئولینو هم حضور درلود. غونډې ته د افغاني سرې […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)د چهارشنبې په ورځ سهار د کندهار په عینو ښارګوټي کي د رواني ناروغانو د ساتني او روزني نوی مرکز پرانیستل شو، چي د پرانیستني په یادو مراسمو کي د افغاني سرې میاشتي مرستیال ملانورالدین ترابي، کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا او یوشمېر نورو مسئولینو هم حضور درلود.

غونډې ته د افغاني سرې میاشتي مرستیال ملانورالدین ترابي وویل، په دې مرکز که به د کندهار ترڅنګ د ارزګان، هلمند او زابل ولایتونو رواني ناروغانو درملنه د رواني، عصبي او عقلي ډاکټرانو په مټ په معیاري توګه کیږي او د خپلو خبرو په وروستیو کي یې د یادو ولایتونو پر ټولو هیوادوالو ږغ وکړ، ترڅو رواني ناروغان د ښې درملني په موخه دې مرکز ته ورپېژني.

له هغه وروسته کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا لومړی په خپلو خبرو کي د سرې میاشتي ادارې څخه ځانګړې مننه وکړه، چي د رواني ناروغانو لپاره یې یو داسي مرکز پرانیست او په خپلو خبرو کي یې وویل، ددې نظام په راتګ سره د سوالګرو، بې‌سرپرسته ماشومانو او معتادینو لپاره جلا ـ جلا ادارې او مرکزونه جوړ کړل سول، چي په خبره یې دادی اوس تازه د رواني ناروغانو لپاره هم نوی مرکز پرانیستل سو، چي دا د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه خاصه پېرزوینه ده له دې ځورېدلي ولس سره.