نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د اسلامي امارت د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون مرکزي غړیو او د نوموړي ولایت د پوهنې او روزنې مسئولینو د سپین بولدک ولسوالۍد نویو مفتوحه سیمو د تعلیمي ادارو څخه لیدنه وکړه. په یاده لیدنه کې د ټولو تعلیمي ادارو مسئولینو ته د افغانستان اسلامي امارت د تعلیم او تربیې د کمېسیون پالیسي […]
د اسلامي امارت د تعلیم، تربیې او عالي تحصیلاتو کمېسیون مرکزي غړیو او د نوموړي ولایت د پوهنې او روزنې مسئولینو د سپین بولدک ولسوالۍد نویو مفتوحه سیمو د تعلیمي ادارو څخه لیدنه وکړه. په یاده لیدنه کې د ټولو تعلیمي ادارو مسئولینو ته د افغانستان اسلامي امارت د تعلیم او تربیې د کمېسیون پالیسي په ښه ډول توضیح شوه دتعليمي ادارو مسئولین خپلو دندو ته متوجه شول ترڅو تعلیمي چاپیریال د افغانستان اسلامي امارت د تعلیم او تربیې د اصولو او مقرراتو سره سم عیار کړي، ددې لیدنو ترڅنګ ددې ولسوالۍ دمعارف له دفتر او نورو اړوند تعمیراتو او ادارو، اسنادو، اجناسو او وسائطو څخه هم کتنه وشوه، او دهغو له موجودیت څخه ډاډ ترلاسه شو، دغونډو ګډونوالو دا ډول لیدنې اړیني وبللي او د کمېسیون لخوا د تصویب شوو طرزالعملونو د عملي کولو ژمنې یې وکړې.
۲۰۲۱/۷/۱۹
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.