کندهار : دوه تنه ورک ماشومان بیرته خپلو کورنيو ته وسپارل سوه

  د ا،ا،ا د کډوالو چارو وزارت تر رهبرۍ لاندي، د کندهار ولایت مقام په همږغۍ او د کندهار ولایت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست د ځانګړو هلو ځلو په مټ هغه دوه ماشومان، چي د تېر یوه کال راهيسي له ډیورنډ فرضي کرښي ها غاړي پېښور ته د دیني زده کړو لپاره […]

 

د ا،ا،ا د کډوالو چارو وزارت تر رهبرۍ لاندي، د کندهار ولایت مقام په همږغۍ او د کندهار ولایت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست د ځانګړو هلو ځلو په مټ هغه دوه ماشومان، چي د تېر یوه کال راهيسي له ډیورنډ فرضي کرښي ها غاړي پېښور ته د دیني زده کړو لپاره د کورنۍ په پټه تللي وه او د خپلو کورنیو څخه نادرکه وه، د کډوالو چارو ریاست د ډیرو هلوځلو په ترسره کولو د کورنۍ غړۍ یې پيدا او نن دوشنبه خپلو کورنیو ته وسپارل سوه.

لومړی ماشوم:

سمیع الحق د ضیاء الحق زوی، ۱۳ کاله عمر یې دی، د ارزګان ولایت د خاص ارزګان ولسوالۍ اوسېدونکي دی.

دوهم ماشوم:

نورالدین د شراف الدین زوی، ۱۲ کاله عمر یې دی او د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي دی.

دوشنبه: ۱۴۴۳/۹/۲۴