کندهار: تر ۳۰ کلن ځنډ وروسته؛ د افغان کارټ دولتي شرکت په مټ روسیې ته یوه محموله انار ولېږل شول

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)د افغانستان اسلامی امارت د مالیې وزارت اړوند د افغان کارټ دولتي شرکت په مټ روسیې هیواد ته یوه محموله انار چي شل ټنه وه ولېږل شول. په همدې موخه جوړ سویو مراسمو کي د افغان کارټ دولتي شرکت رئیس سیدمحمدقسیم ابراهیم، د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس الحاج محمدصدیق مهمند، […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)د افغانستان اسلامی امارت د مالیې وزارت اړوند د افغان کارټ دولتي شرکت په مټ روسیې هیواد ته یوه محموله انار چي شل ټنه وه ولېږل شول.

په همدې موخه جوړ سویو مراسمو کي د افغان کارټ دولتي شرکت رئیس سیدمحمدقسیم ابراهیم، د کندهار د سوداګرۍ او پانګوني خوني رئیس الحاج محمدصدیق مهمند، د ولایت مقام د بشري سرچینو او پراختیا رئیس مفتي میرزامحمد زاهد او یوشمېر سوداګرو حضور درلود.

قسیم ابراهیمي وویل: څه موده مخکي یو پلاوی روسیې ته ولاړ او هلته یې د سوداګرۍ له مسئولینو سره تر خبرو وروسته د غنمو، تیلو او یوشمېر نورو برخو کي تړونونه وکړل، چي په خبره یې ډېر ژر به د همدې شرکت په مټ هیواد ته د غنمو، تیلو او نورو توکو واردات پيل شي او هم یې د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، چي د همدې شرکت له لاري به له ۳۰ ـ ۴۰ ټنه پوري جنغوزي نورو هیوادونو ته صادر کړو.
د افغان کارټ دولتي شرکت په ۱۳۵۲ کال کي تأسیس سوې، چي لومړیو وختونو کي ډېر معیاري شرکت و او دوه زره قلمه توکي یې په انحصار کي وه، خو له کلونو ـ کلونو راهیسي د بېلابیلو دلیلونو له امله فلج وه، چې نن یې بیرته له دېرشو کلونو وروسته په فعالیت پيل وکړ او دادی له دېرشو کلونو وروسته په لومړي ځل په یوه محموله کي د کندهار شل ټنه انار روسیې ته صادروي.