کابل ښار کې تر دې مهاله، نږدې ۱۵ زره سوالګر راټول شوي

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۴) د سوالګرو راټولولو کمېټې مسؤلین وایي چې د یادې کمیټې له لوري د روان 1401 لمریز کال د عقرب میاشتې تر 7مې نېټې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو 14393سوالګر راټول شوي دي. چارواکي وایي چې د راټولو شویو سوالګرو له جملې 9154 ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 3386مستحقې […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني ۴)
د سوالګرو راټولولو کمېټې مسؤلین وایي چې د یادې کمیټې له لوري د روان 1401 لمریز کال د عقرب میاشتې تر 7مې نېټې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو 14393سوالګر راټول شوي دي.
چارواکي وایي چې د راټولو شویو سوالګرو له جملې 9154 ښځینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 3386مستحقې او 5768بیا حرفوي سوالګرې پېژندل شوې دي.

دوی زیاتوي چې په دې برخه 1328نور نارینه دي چې تر ارزونې وروسته یې 480مستحق ګڼل شوي او 848بیا حرفوي سوالګر دي.
په راټولو شویو 14393سوالګرو کې 3911 ماشومان دي چې له ډلې یې 1752مستحق، 2103حرفوي او 56 بیا بې سرپرسته ماشومان دي.
د اقتصادي کمیسیون د پریکړې له مخې، بې سرپرسته سوالګر ماشومان له بایومیټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته داخلېږي او هلته ورته پر اعاشې سربېره د زده کړو او تعلیم زمینه برابرېږي. له مستحقو سوالګرو سره د افغانستان اسلامي امارت له لوري دوامداره نغده مرسته کیږي.