کابل: سروبي ولسوالۍ کې له یو باب دار الایتام څخه لیدنه وشوه

د دار الایتام ادارو د ګړندیو هڅو نتیجه کې د کابل د تعلیم او تربیې رئیس محترم مولوی عبدالحق او د سروبي مدیر او نورو مسئولینو ددې ولایت دار الایتام څخه کاري لیدنه وکړه. دغه دار الایتام شاوخوا لس ورځې وړاندې، د تعلیم او تربیې او عالی تحصیلاتو کمېسیون د دارالایتام ادارو په نوښت او […]

د دار الایتام ادارو د ګړندیو هڅو نتیجه کې د کابل د تعلیم او تربیې رئیس محترم مولوی عبدالحق او د سروبي مدیر او نورو مسئولینو ددې ولایت دار الایتام څخه کاري لیدنه وکړه.

دغه دار الایتام شاوخوا لس ورځې وړاندې، د تعلیم او تربیې او عالی تحصیلاتو کمېسیون د دارالایتام ادارو په نوښت او د ټولو عالي رتبه او ټیټ رتبه مسئولینو په بې حده زیار او هڅو، د کابل ولایت د سروبی ولسوالۍ دکازونو ساحه کی تأسیس او د حضرت جعفر طیار رضي الله عنه دارالایتام په نوم نومول شوی.

په دې کتنه کی د یا دار الایتام پرسونل سره پوره مفصل مجلس وشو، چې د دارالایتام په امورو کې ورته پوره معلومات او هدایات ورکړل شول، پرسونل یې د یتیمانو ښې روزنې ته وهڅول.

مذکور هیئت له هغه اولیه اجناسو هم نظارت وکړ چې تازه خریداري شوي ول.

بلمقابل، د دار الایتام د منسوبینو له خوا د بعضو ضروریاتو پیشنهاد وشو چی د پوره کېدو ډاډ ورکړل شو.

د کتنې په ترڅ کې دا وموندل شوه چې د یتیمانو درسونه منظم روان وه او تر درېیمې درجې پورې د کتابو زده کوونکو داخله کړې وه.

اوسمهال کابو ۴۰ تنه طالبانو داخله کړې او لا هم ثبت جریان لري، په دې شمېره کې ۳۱ تنه حاضر دي، چې ۲۵ تنه لیلیه او ۶ تنه نهاري دي طالبان دي.

دا هم وموندل شوه چې دار الایتام د کتابونو، قرطاسیې، د قرآن کریم رهیلونو او دېته ورته اجناسو له اړخه شدید کمښت درلود.

د تعلیم او تربیی ریاست وپتېیله چې لومړی د امکان په صورت کې د یادو اجناسو د مهیا کولو هڅه وکړي او که ناممکنه وه نو د کمېسیون مشرتابه ته به وړاندیز وکړي.
۲۰۲۱/۶/۲۷