پکتیکا: ۱۸۲۲۸ بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرې وویشل شوي

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۸) د پکتیکا ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د ناروې کمیټي او او، ار، ډي مؤسسي په مالي ملاتړ د پکتیکا ولایت په مرکزښرنې سربېره په اتلسو ولسوالیو کې پر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وویشل شوې. د پکتیکا ولایت د کرنې اوبو […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۸) د پکتیکا ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د ناروې کمیټي او او، ار، ډي مؤسسي په مالي ملاتړ د پکتیکا ولایت په مرکزښرنې سربېره په اتلسو ولسوالیو کې پر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وویشل شوې.
د پکتیکا ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنېزو چارو آمر عبدالطیف خاطر د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرو په ارزښت بزګرانو ته خبري وکړې او پر بزګرانو یې غږ وکړ، چې دغه اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرو نه په بازار کې له پلور نه په کلکه ډډه وکړي.

نوموړي د مؤسساتو استازو ته ډاډ ورکړ، چې له دوي سره به د مرستو ویشلو او مستحقو کورنیو په ټاکلو کې بشپړه همکاري کوي.
د یادونې وړ ده، هر بزګر ته ۵۰ کیلو اصلاح شوی د غنمو تخم، ۵۰ کیلو سپنه سره او ۵۰ کیلو توره سره وویشل شول.