پکتیکا کې یوه ګلالۍ ماشومه د انسان تښتونکو له منګلو وژغورل شوه

۹ کلنه ګلالۍ ماشومه مدینه چې ښوونځي ته د تلو پر مهال د انسان تښتونکو له لوري تښتول شوې وه او د کورنۍ له غړو څخه یې په بدل کې پنځو زره ډالر غوښتل، نن بېرته د زده کړو له کتاب سره خپلې کورنۍ ته وسپارل شوه. د پکتیکا څارګرې ادارې نن د دې ولایت […]

۹ کلنه ګلالۍ ماشومه مدینه چې ښوونځي ته د تلو پر مهال د انسان تښتونکو له لوري تښتول شوې وه او د کورنۍ له غړو څخه یې په بدل کې پنځو زره ډالر غوښتل، نن بېرته د زده کړو له کتاب سره خپلې کورنۍ ته وسپارل شوه.
د پکتیکا څارګرې ادارې نن د دې ولایت یوسف خېلو ولسوالۍ کې یو تن انسان تښتونکی چې ګلالۍ ماشومه یې تښتولې وه له نشه یي توکو او پیسو سره یو ځای نیولی.
د څارګرې ادارې ښاري مدیر مولوي حماد له رسنیو سره په خبرو کې وویل، دوی تل هڅه کوي چې په هېواد کې د دا ډول ورانکاره او غیر انساني کړنو کلک مخنیوی وکړي.
حماد زیاته کړه، دوی نن د پکتیکا ولایت یوسف خېلو ولسوالۍ کې یو تن انسان تښتونکی چې له غزني ولایت څخه یې یوه ۹ کلنه ګلالۍ ماشومه پکتیکا ولایت یو سف خېلو ولسوالۍ ته راتښتولې وه له درې بوجۍ چرسو، یوې بوجۍ مرمیو او څلور لکه افغانیو سره یې یو ځای نیولی چې وروسته له پوښتنو به د قانون منګلو ته وسپارل شي.
د تښتول شوې ګلالۍ ماشومې کاکا چې زیات خوشحاله دی د څارګرې ادارې له مسؤلینو او کارکونکو څخه مننه کوي چې د دوی نازولې ورېره مدینه یې په ډېره لنډه موده کې پیدا کړه او بېرته یې دوی ته روغه رمټه وسپارله.
نوموړي وویل، ((مدینه چې نهه کاله عمري لري څو ورځې وړاندي غزني ولایت کې ښونځي ته د تلو پر مهال د زده کړو له کتابونو سره یو ځای وتښتول شوه او انسان تښتونکو یې په بدل کې پنځوس زره ډالر غوښتل چې لس لکه افغانۍ یې ورکړې او د نورو یې توان نه لرل. ))
هغه دغه راز له ا.ا څخه غوښتنه وکړه چې له عاملینو سره دې قانوني او شرعي کړنې ترسره شي څو د داډول بد او دردونکو پېښو مخه ونیول شي.
بل لورته بیا نیول شوی کس چې ځان د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ معرفي کوي خپل جرم مني او زیاتوي چې د سخت مجبوریت له مخي یې دې کار ته مخه کړې.
۱۴۴۳/۳/۲۴
۱۴۰۰/۹/۸
۲۰۲۱/۱۱/۲۹