پکتیکا کې له مسو او نورو قیمتي توکو ډک موټر نیول شوی

د پکتیکا ولایت امنیه قومانداني له لوري نن د دې ولایت برمل سرحدي ولسوالۍ کې یو عراده باروړونکی موټر ، چې مس او نور قیمتي توکي پکې ځای پر ځای شوي ول نېول شوی دی. د پکتیکا ولایت د داخلي امنیت آمر مولوي صدیق الله له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې نن یې […]

د پکتیکا ولایت امنیه قومانداني له لوري نن د دې ولایت برمل سرحدي ولسوالۍ کې یو عراده باروړونکی موټر ، چې مس او نور قیمتي توکي پکې ځای پر ځای شوي ول نېول شوی دی.
د پکتیکا ولایت د داخلي امنیت آمر مولوي صدیق الله له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې نن یې د پکتیکا ولایت برمل سرحدي ولسوالۍ کې یو باروړونکی موټر نېولی، چې مس او نور قیمتي توکي پکې ځای پر ځای شوي ول.
نوموړي زیاته کړه دغه توکي یې له پکتیکا څخه پاکستان هېواد ته لېږدول، چې د دوی سرتېرو د برمل ولسوالۍ باډر سیمه کې نېولي او امنیه قومانداني ته یې را انتقال کړي دي.
صدیق الله وایي، دوی تل هڅه کوي، چې په دې ولایت کې د هر ډول قاچاق مخنېوی وکړي او چاته اجازه نه ورکوي، چې د ګران هېواد وسلې، نظامي تجهیزات او نور قیمتي توکي نورو هېوادونو ته ولېږدوي.
د یادونې ده، چې تېره ورځ هم د پکتیکا امنیه قومانداني د دې ولایت برمل ولسوالۍ کې یو عراده ډاډسن موټر نېولی وو، چې پاکستان هېواد ته یې وسلې قاچاق کولې.
۱۴۴۳/۴۱۲
۲۰۲۱/۱۱/۱۷
۱۴۰۰/۸/۲۶