پکتیکا کې د سویډین موسسې له لوري یو ورځنی زده کړه ایز ورکشاپ دایر شو.

 پکتیکا ولایت پوهنې ریاست کې د معلولینو لپاره یو ورځنی زده کړه ایز ورکشاپ دایر شو چې په دغه ورکشاف کې د زون په کچه د سویډن موسسې استازي، د پوهنې ریاست رئیس، د ولایت په کچه د یادې همکارې موسسې د دفتر مشر، د کار ټولنیزو چارو، اطلاعاتو او کلتور او نورو بېلا بېلو […]

 پکتیکا ولایت پوهنې ریاست کې د معلولینو لپاره یو ورځنی زده کړه ایز ورکشاپ دایر شو چې په دغه ورکشاف کې د زون په کچه د سویډن موسسې استازي، د پوهنې ریاست رئیس، د ولایت په کچه د یادې همکارې موسسې د دفتر مشر، د کار ټولنیزو چارو، اطلاعاتو او کلتور او نورو بېلا بېلو ادارو مسؤلینو او استازو او د دې ولایت بېلا بېلو سیمو معلولینو پکې برخه لرله.
د ورکشاف په پیل کې د زون په کچه د معلولیت د برخې استازي سعید ګلابشاه محمودي د دایر شوي ورکشاف په اړه هر اړخېز معلومات وړاندي کړل او زیاته یې کړه چې دوی به له معلولینو په بشپړ ډول لاسنوی او ملاتړ کوي او د ژوند په ټولو برخو کې به ورسره د خپل توان مطابق مرستې ترسره کوي.
محمودي وویل، د معلولینو لپاره د عامه پوهاوي تر څنګ د بېلا بېلو هنرونو د زده کړو لپاره برنامې پلان کړې چې وخت په وخت به دوی ته د مسلکي ترېنرانو له لوري ورکړل شي.
ورپسې د پوهنې رئیس مولوي عبدالقیوم فاروقي د سویډن موسسې د ټولو برخو په ځانګړي ډول د پوهنې د برخې له مسؤلینو او استازو څخه مننه وکړه چې تل یې د پوهنې پیاوړتیا لپاره له دوی سره په ګډه کار کړی او د ولسونو ستونزو او غوښتنو ته یې له دوی سره په شریکه حل لارې لټولې دي.
فاروقي زیاته کړه، چې د الله ج د دې مظلومو او عاجزو بندګانو بشپړ لاسنوی دي وشي او د ژوند په ورځنیو چارو کې دي ورسره اړینې مرستې ترسره شي څو ځان محروم ونه ګڼي.
نوموړي دغه راز وویل، چې د دوی لپاره به د دوی له وړتیا سره سم د کاري پرصتونو زمینه برابروي او په بېلا بېلو برخو کې به یې په دندو ګماري.
په پای کې د معلولینو ټولنې مشر حکمتیار د سویډن موسسې له مسؤلینو څخه د مننې تر څنګ له دوی او دوی ته ورته نورو همکارو نړیوالو موسساتو څخه غوښتنه وکړه چې په دې ولایت کې دي د معلولینو ټولو برخو ته ځانګړې پاملرنه وشي او د جنګ، جګړو او نورو طبعي پېښو له کبله معلولینو ته دي یو ډول حقوق ورکړل شي، ځکه دوی د ورځني ژوند په ټولو چارو کې اړ دي او لاسنوي ته اړتیا لري.
نوموړي وویل، دوی په دې ولایت کې د معلولینو د حقونو خوندي ساتلو په پار منظمه کمېټه لري او له همدې لارې خپلې ستونزې او غوښتنې تر اړوند چارواکو رسوي.
د یادونې ده چې د ورکشاپ په پای کې همکارو ولایتي ادارو او معلولینو په ګډه ګروپي فعالیتونه ترسره کړل چې موخه یې د معلولینو ستونزو او غوښتنو ته حل لارې لټول و.
۱۴۴۳/۴/۵/
۲۰۲۱/۱۱/۹
۱۴۰۰/۸/۱۸