پکتیکا کې د ا.ا.ا مجاهدینو لپاره نظامي او مسلکي زده کړې پیل شوې.

 پکتیکا ولایت مرکز او بېلا بېلو ولسوالیو د مجاهدینو لپاره دوه میاشتنۍ نظامي او مسلکي زده کړې نن رسمآ پیل شوې. د دغو زده کړو د پیل په مراسمو کې د پکتیکا والي محمد عسی یاسین وویل: تاسو ته د هېواد د خاورې او ولسونو د سمې ساتنې مسؤلیت در له غاړې شو او دغه […]

 پکتیکا ولایت مرکز او بېلا بېلو ولسوالیو د مجاهدینو لپاره دوه میاشتنۍ نظامي او مسلکي زده کړې نن رسمآ پیل شوې.
د دغو زده کړو د پیل په مراسمو کې د پکتیکا والي محمد عسی یاسین وویل: تاسو ته د هېواد د خاورې او ولسونو د سمې ساتنې مسؤلیت در له غاړې شو او دغه مسؤلیت باید په بشپړ صمیمیت ترسره شي.
یاسین زیاته کړه: ((له ولسونو سره به مو چلند په سم ډول وي او د هېواد د مکاره دښمن پر وړاندي به خپلې سینې سپر کوئ، شپه او ورځ به خوب نه کوئ خو ولسونو ته به د ارام خوب کولو زمینه برابره وئ)).
نوموړي وویل: د پکتیکا ولایتي اداره او په ټوله کې ټول اسلامي نظام مو د پخوا په شان تر څنګ ولاړ دی او ستاسو لپاره به هر ډول وسایل، تجهیزات او نور اړین توکي برابره وي.
د یادو نظامي او مسلکي زده کړو ښوونکی وایي: چې دغه زده کړې به دوه میاشتې دوام کوي او د امارت مجاهدینو ته به د جنګ او دفاع ټول تکتیکونه ور زده کوي.
نوموړي د پکتیکا په ټولو مجاهدینو غږ وکړ چې په دغو نظامي او مسلکي زده کړو کې برخه واخلي څو د هېواد له ولسونو او خاورې په سم ډول دفاع او ساتنه وکړي.
بل لور ته بیا زده کړه کوونکي مجاهدین نظامي او مسلکي زده کړو ته زیات لېوال دي او زیاتوي چې له دغو زده کړو وروسته به د هېواد له ولسونو او لوېشت لوېشت خاورې څخه د سر په بدل کې دفاع او ساتنه کوي.
زده کړه کوونکو دغه راز زیاته کړه چې هیچاته به د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان د خلکو او خاورې خلاف کړنې ترسره کړي.
۱۴۴۳/۳/۱۱
۱۴۰۰/۷/۲۵
۲۰۲۱/۱۰/۱۷