پکتیکا: په ټولو ولسوالیو کې به ابتدائیه محکمې خپل فعالیتونه پیل کړي.

دغه څرګندونې د افغانستان ا.ا سترې محکمې څخه راغلي پلاوي پکتیکاولایت ته د کړي سفر پر محال وکړې. د افغانستان سترې محکمې څخه مولوي شېر احمد او قاضي محمد انور لوګروال سفر کړی و چې د دې ولایت سرپرست والي الحاج مولوي حماس، امنیه قوماندان الحاج مولوي عبدالقیوم هلال، د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد […]

دغه څرګندونې د افغانستان ا.ا سترې محکمې څخه راغلي پلاوي پکتیکاولایت ته د کړي سفر پر محال وکړې.

د افغانستان سترې محکمې څخه مولوي شېر احمد او قاضي محمد انور لوګروال سفر کړی و چې د دې ولایت سرپرست والي الحاج مولوي حماس، امنیه قوماندان الحاج مولوي عبدالقیوم هلال، د اطلاعاتو او کلتور رئیس محمد امین حذیفه او دې ولایت بېلابېلو سیمو له دیني علماوو سره ناسته ترسره کړه.

مولوي شېر احمد چې د پلاوي مشري یې کوله وویل: د پکتیکاولایت په ټولو ولسوالیو کې به ابتدائیه محکمې خپل فعالیتونه پیل کړي څو د ولس حقوقي ستونزو او غوښتنو ته په وخت حل لارې لټول شوې وي.

نوموړي زیاته کړه: د پکتیکا ولایتي ادارې سره به په ګډه همغږۍ دغه خالي بستونه په وړ او مناسبو کسانو د ازادو سیالیو له لارې ډکوي څو د ولسونو حقونو ته پکې زیان ونه رسېږي.

د پکتیکا مرستیال والي الحاج مولوي محب الله حماس له راغلي پلاوي څخه مننه وکړه چې تر پکتیکا راغلل او په دې برخه کې یې د پکتیکا والو ستونزې له نېږدې واورېدې. حماس زیاته کړه: د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې دي ابتدائیه محکمې او قضاوې فعاله شي چې دا د ولس مهمه اړتیا ده.

نوموړي دغه راز له راغلي پلاوي څخه غوښتنه وکړه چې د دې ولایت ټولو قاضیانو لپاره دي له نویو زیاتونو سره سم سیمینارونه دایر کړل شي څو قاضیان خپلې کړنې د اصولو او قوانینو مطابق ترسره کړي.

د دوی په خبره چې په دې ولایت کې د قاضیانو د نه شتون له کبله لا هم د حقوقي فیصلو قضیې امنیه قومانداني مخته وړي.

۱۴۴۳/۴/۳