پکتیکا: پر سلګونو زلزله ځپلو کورنیو نغدي مرسته وویشل شوه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۶) د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر سلګونو زلزله ځپلو کورنیو باندې نغدي مرستې وویشل شوې.. دغه مرستې چې تیره ورځ د افغاني سرې میاشتې له لوري پر ۵۳۰ زلزله ځپلو کورونیو توزیع شوې، د کورنو د ترمیم د پروسې له ۲۲۳۸۶۶۶۶ افغانیو نغدي مرستې څخه شاوخوا ۱۳۴۳۲۰۰۰ پرې وویشل شوه. په […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۶) د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر سلګونو زلزله ځپلو کورنیو باندې نغدي مرستې وویشل شوې..
دغه مرستې چې تیره ورځ د افغاني سرې میاشتې له لوري پر ۵۳۰ زلزله ځپلو کورونیو توزیع شوې، د کورنو د ترمیم د پروسې له ۲۲۳۸۶۶۶۶ افغانیو نغدي مرستې څخه شاوخوا ۱۳۴۳۲۰۰۰ پرې وویشل شوه.
په دغه پروسه کې ۹۰ کورنیو ته ۴۴۰۰۰ افغانۍ، ۱۶۶ کورنیو ته ۲۹۰۰۰ افغانۍ او ۲۷۴ کورنیو ته ۱۷۰۰۰ افغانۍ نغده مرسته وویشل شوه، چې پاتې پیسې به هم همدغو کورنیو ته ډېر ژر توزیع شي.

د یادې پروسې د تطبیق په موخه افغاني سرې میاشتې د انجینرانو، کارکوونکو او رضاکارانو استخدام هم ترسره کړی..
باید وویل شي، چې د سرې میاشتې، دولتي بنسټونو او نورو بسپنه ورکونکو له لوري د پکتیکا ولایت زرګونو زلزله ځپلو ته د کورونو د بیا ودانولو پروسه په چټکۍ سره دوام لري.