پکتیکا نوی والي: خپل ماموریت به د ټوپک په زور نه بلکې د اخلاقو په زور مخ ته وړو

دغه څرګندونې د پکتیکا نوي والي نن د ده د پیژندګلوي په پار جوړې شوې غونډه کې وکړې. د پکتیکا ولایت مقام د غونډو په تالار کې د نوي والي عبدالله مختار د پیژندګلوي په پار غونډه جوړه شوې وه چې په دې غونډه کې د پکتیکا نوي والي تر څنګ له مرکز کابل څخه […]

دغه څرګندونې د پکتیکا نوي والي نن د ده د پیژندګلوي په پار جوړې شوې غونډه کې وکړې.
د پکتیکا ولایت مقام د غونډو په تالار کې د نوي والي عبدالله مختار د پیژندګلوي په پار غونډه جوړه شوې وه چې په دې غونډه کې د پکتیکا نوي والي تر څنګ له مرکز کابل څخه راغلي پلاوي چې مشري یې مولوي زین الله کوله ،مرستیال والي مولوي محب الله حماس، امنیه قوماندانالحاج مولوي عبدلقیوم هلال، د دویمې پلې لوا قوماندان مولوي حاجي عباس ملنګ، د استناف څارنوال مولوي لعل محمد ګوهري او د ټولو ملکي او نظامي ادارو مسؤلینو او استازو، د بېلا بېلو ولسوالیو ولسوالانو او امنیه قوماندانانو، دیني علماوو او د پکتیکا ولسونو پکې برخه لرله.
په پیل کې د داخلې وزارت د دفتر رئیس مولوي زین الله د یاد وزارت د وزیر خلیفه سراج الدین حقاني پیغام د غونډې ګډونوالو ته واورول او زیاته یې کړه چې د امارت نظام به ځانګړی نظام وي او خپلې چارې به د کړېدلي او مظلوم ولس په مټ او مشورو مخ ته وړي.
ورپسې د پکتیکا مرستیال والي الحاج مولوي محب الله حماس له داخلې وزارت څخه راغلي پلاوي او نوي والي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې ادلون بدلون د نظام یو اصل دی او د امارت هر غړی دې ته ژمن دی چې خپلې کړنې د شریعت په چوکاټ کې په سم ډول مخ ته یوسي.
حماس له راغلي پلاوي څخه غوښتنه وکړه چې پکتیکا ولایت پراخه اراضي لري تمه ده په ټولو برخو کې ورته ځانګړې پاملرنه وشي.
نوموړي دغه راز نوي والي ته ډاډ ورکړ چې د پکتیکا ولایتي اداره او ولسونه به دي په ټولو برخو کې تر څنګ ولاړ وي او له کړنو به دي کلکه ننګه کوي.
د پکتیکا نوي والي مولوي عبدالله مختار په خپلو خبرو کې وویل، په پکتیکا کې به د پوهنې، روغتیا، پراختیا او بیا رغونې په برخو کې د پام وړ پرمختګونه رامنځ ته کوي او د اسلامي امارت ټولې کړې ژمنې به په عمل بدلوي.
مختار زیاته کړه، د اداري فساد پر وړاندي به کلکه مبارزه کوي او خپلې کړنې به د ولس له غوښتنو او مشورو سره سمې مخ ته وړي.
نوموړي دغه راز وویل، خپل ماموریت به د ټوپک په زور نه بلکې د اخلاقو په زور ترسره کوي.
د یادونې ده چې د غونډې په پای کې راغلي پلاوي او نوي والي ته د ویاړ پګړې هم ور په سر شوې.
۱۴۴۳/۴/۱۱
۲۰۲۱/۱۱/۱۶
۱۴۰۰/۸/۲۵