پکتیکا د نیزه بازي سیالیو برخه کې لومړي مقام خپل کړ

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۵) وړمه ورځ د پکتیکا ولایت یحي خیلو ولسوالۍ په مرکزي بازار کي د پکتیکا،پکتیا،غزني او د زابل ولایتونو په شمول د ځینو ولسوالیو د ۳۰ ټېمونو ترمنځ د نیزه بازي سیالۍ ترسره شوې، چې په پایله کې یې د پکتیکا د یحي خیل ولسوالۍ لومړي مقام خپل کړ. رسنیو سره د خبرو […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۵) وړمه ورځ د پکتیکا ولایت یحي خیلو ولسوالۍ په مرکزي بازار کي د پکتیکا،پکتیا،غزني او د زابل ولایتونو په شمول د ځینو ولسوالیو د ۳۰ ټېمونو ترمنځ د نیزه بازي سیالۍ ترسره شوې، چې په پایله کې یې د پکتیکا د یحي خیل ولسوالۍ لومړي مقام خپل کړ.

رسنیو سره د خبرو پرمهال د غازي محمد جان په نامه یوه پکتیکاوال ځوان وویل: «زیات خوشاله یم چې د څلور ولایتونو ترمنځ د امن او ورورګلوي په فضا کې د ۳۰ ټېمونو ترمنځ د نیزه بازي سیالۍ ترسره شوه، دغه سیالۍ که څه هم د معیاري میدان د نه شتون له ستونزې سره مخ وې، خو د لوبډلو ترمنځ د ښې مینې او علاقي په بنیاد په ښه ډول پاې ته ورسیدلې »

د افغانستان د نیزه بازې، وزلوبه او محلي لوبو فدراسیون عمومي رئیس غلام سرور جلالي وویل: مونږ د نیزې بازې سیالۍ د ا.ا.ا په راتګ سره په رسمي لوبو کې شامله کړه، ترڅو دا لوبه نړیوال ارزښت خپل کړي.
نوموړي زیاته کړه، د یادې لوبې لپاره یې د معیاري میدانونو د جوړښت ترڅنګ د نورو سهولتونو د ایجاد غوښتنه کړې او مسؤلینو هم ورته په اړوند برخه کې ډاډ ورکړی دی.